زاخیلوال وایی افغانستان د پاکستان د انزوا هڅه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او ولسمشر خاص استازي ډاکټر عمر زاخېلوال تېره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو خبرو اترو په غونډه کې وویل چې افغانستان هیڅ کله د پاکستان د انزوا او یواځي کولو هڅه نه ده کړې.

نوموړي دغه خبرې په داسي وخت کې وکړې چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني، اجرائیه ریاست او ټول سیاسي چارواکې په یوه خوله خپله لویه لاسته راوړنه په نړیوال سیاست کې د پاکستان انزوا ښيي.

خو زاخیلوال وویل چې د پاکستان انزوا د افغانستان په ګټه نه ده او نه هم کله افغانستان ددې هڅه کړې چې پاکستان په نړیوال سیاست کې منزوي او یواځي کړي.

نوموړي همداراز وویل چې افغانستان به کله هم د هندوستان سره په ګډه د پاکستان په زیان کار ته اماده نه شي. او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ اختلافونه او د بې باورۍ فضا باید د خبرو اترو له لاري حل شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.