
د یولسم سپتمبر د قربانیانو وروستی تلیفوني مکالمې – ویډیو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): برتانوي ورځپاڼي انډیپنډنټ د یوولسم سپتمبر د پيښې د هغو قربانیانو تلیفوني مکالمې نشر کړي چې د نړیوال تجارتي مرکزونو تر نړېدو مخکې یې د پولیسو او چټک غبرګون له ادارې سره کړي دي.
دغه مکالمې چې نن ټکی اسیا ژباړلي، یو شمېر یې د نړیوال تجارتي مرکز دننه څخه شوي او یوه مکالمه یې د اختطاف شوي الوتکې څخه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه دوه اختطاف شوې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز د دوه ودانیو سره ولګېدلې چې بیا وروسته دواړه ودانۍ ونړېدلې، یوه بله الوتکه د امریکا د دفاع وزارت د یوې برخې سره وجنګېدله.
ویل کیږي چې دغه مکالمې په محکمه کې د «زکریا موسوي» پر ضد د دلیل په توګه کارول شوي، چاچي د یادو بریدونو د پلانولو اعتراف کړی او اوس په امریکا کې بندي دی.
میلیسا دوی:
۲۳ کلنه تاجره «ملیسا دوی» د نړیوال تجارتي مرکز په ۸۳یم منزل کې وه، له هغې سره پنځه کسان نور بند پاتې وو، په دغه ودانۍ کې د یونایټډ ایرلاینز الوتکه لګېدلې وه، هغې د نیویارک پولیسو ته تلیفون وکړ:
پولیسو پوښتنه وکړه چې ایا یو څوک د کومک لپاره در رسیدلي دي او کنه؟
ملیسا وویل: دلته تر اوسه هیڅ څوک هم نشته، ځمکه ډېره توده ده، مونږ ساه نه شو اخیستلای.
پولیسو له بله اړخه پوښتنه وکړه: ایا زما سره پر لیکه پاته کیدلای شئ؟ مهرباني وکړئ.
جواب وو: داسي احساس کوم لکه مړه کیږم چې…
کیفن کوسغروف:
د یوه بیمه شرکت اجرائیوي رئیس ۴۶ کلن کیفن کوسغروف هم په نړیوال تجارتي مرکز کې کلابنده پاته وو، نوموړي چټک غبرګون ته تلیفون وکړ او وې ویل: مونږ تر اوسه ځوانان یو، مونږ د مرګ لپاره تیاری نه لرو».
او زیاته یې کړه: « زما مېرمن فکر کوي چې زه په خیر یم، ما ورته تلیفون وکړ او خبره مي کړه چې زه له ودانۍ څخه وتلی یم..
د ودانۍ له ړنګېدو سره نوموړي چیغه کړه او دا مکالمه ختمه شوه.
بیټي اونګ:
د یوې اختطاف شوي الوتکې د عملې غړې و، هغې له الوتکې څخه خپل شرکت ته تلیفون وکړ او خبر یې ورکړ چې الوتکه اختطاف شوې او دا چې د الوتکې یو شمېر عمله په چړو وهل شوي دي، د هغې په اړیکه کې ویل شوي: په بزنس کلاس کې یو کس په چاړه وهل شوی، د پیلوټانو د خونې څخه جواب نه را کول کیږي، مونږ ساه نه شو اخیستلای، فکر کوم مونږ اختطاف شوي یو..
باید وویل شي چې د یادو کسانو څخه یو هم ژوندی نه دی پاتې شوی.
انډیپنډنټ ورځپاڼې دغه مکالمې د یوولسم سپتمبر د شپاړسم تلین په مناسبت خپرې کړي دي.
د یولسم سپتمبر د پيښي د قربانیانو ورته تلیفوني اړیکې مخکې هم نشر شوي.
باید وویل شي چې تر اوسه دا موضوع یوه معما پاته ده چې ولي د الوتکو د لګېدو وروسته د نړیوال تجارتي مرکز ودانۍ ویجاړي شوې، ځکه چې د یولسم سپتمبر د پيښې په راپور کې ادعا شوې چې په ودانیو کې کار شوي وسپنې د اور لګېدو له امله تودې شوې چې له امله یې دواړې ودانۍ را وغورځېدې، خو یوې تازه څیړنې ښودلې چې دا سي ممکنه نه ده او مثال یې د لندن د ګرینفل ټاور د هغې ودانۍ ورکړی چې تېره روژه یې اور واخیست او د ودانۍ تر بشپړې سوځېدو پوري اور پر بل وو خو بیا هم په ودانۍ کې کار شویو وسپنو مقاومت وکړ او ودانۍ همداسي دنګه پاتې شوه.