د یو پوډري عجیب ایمان «لنډه کیسه»

صفي الله “رائد “
یو دوکاندار کیسه کوله، وایي: یوه ورځ په بازار کې یو پوډري د روپیو سوال کاوه، هر دوکان ته درېده او له دوکاندار نه به یې دلاس نیولو په اشاره یو څو پیسې غوښتلې.

پوډري تر ما را ورسید، لاس یې اوږد او درپیو سوال یې وکړ.

یو لسګون مې ورته ونیوه، ورته مې وویل: هن، ونیسه! خو ګوره ځان ته ډوډۍ پرې واخله نه پوډر!

پوډري چې زما داخبره واورېده، لسګون یې بېرته راختا کړ؛ ویل یې: د رزق وعده مې الله کړې، ماسره پوډر نشـــته، نه یې غواړم ستا دغه لوټ.

پوډري روان شو خو زه ناهیلی او فکرو کې ډوب پرېښودم.

پوډري لاړ خو جواب یې سخت خفه او ودردولم. نور پوډري پسې شوم، دی مخکې او زه هم ورپسې روان وم.

پوډري سرک غاړې ته ورسېد، د موټرو ګڼه ګوڼې ته یې کتل، غوښتل یې چې د سرک اخوا واوړي، چې کله د اوښتلو په اراده شو، له ابلې خوا نه یو وړوکی هلک چې تازه یې بریت راغلي و، په لاس کې یې یو ډک غوری وریژې رانیولې وې دېخوا راروان و، څنګه چې د سرک مینځ ته راورسېد، د موټرو ارنګونو وارخطا کړ؛ له غوري څخه وریژې ترې وښوَېدې او په قیر سرک دپوډري مخې ته داسې کوټ شوې لکه څنګه چې په غورې کې اچول شوې وې.

هلک چې خپلو پښو سره توې شوې ورېژې ولیدې حیران شو، خو داچې ډېره عجله یې وه، وې نه غوښتل چې ورېژې له سرک څخه بېرته راټولې کړي؛ بلکې بېرته د نورو ورېژو لپاره شاته ستون شو.

پوډري چې په شنه او پاک سرک کوټ وريژې او پر سر یې کوفته او چپس ولېدل، نور یې نو ورته سمې پلتۍ ووهلې او په ښه شوق یې د سرک پر سر د وریژو په خوراک شروع وکړه.

د قران کریم د یو اية دغه تکړه راپه یاد شوه، چې الله تعالی فرمایي:

” لانسئلك رزقآ” نحن نرزقك والعاقبة للتقوى”

پوډري چې پر ما سترګې ولګېدې راته ویل: اوس مې تعلقات لږ خراب دي؛ ځکه یې دلته راکړه؛ ګني په دسترخوان یې را کوله.
ویل: ما به الله ښــه یاداوه زه به هم ښـــه وم، جوړ به وم، تازه به وم، ښه صفا ستره به وم.

اوس مې بندګۍ کې ډېر کمی ده، سجدې کمې، ذکر نه شــته، فکر نشــته؛ نو ځکه یې دلته راکړه، ګني مخکې به یې په کور کې را کوله، هو! تر دې ښه او په کاسه کې به یې راکوله.

خو! بنده شوې نده، لا یې راکوي، لا یې په رزق نه یم تنګ کړی، لا وږی شوی نه یم.

ځکه الله راسره وعده کړې چې زه به رزق درکوم، هرچېرته چې وې زه یې درسوم!

هو! دادی نن راته دلته د سرک په سر خپله برخه روزي راغلې!

د سرک پر غاړه د پوډري په شوق سره ډوډۍ خوراک مې په خوله دغه ایة مباک جاري کړ:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د