اقتصاد

څنګه یو مدیریتي ټیم را منځته کړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د مدیریتي ټیم د غړو ټاکنه:     

۱ ـــ د شرکت اوسنی وضعیت بررسي کړئ، چې د شرکت له پاره د څه ډول مدیریتي ټیم جوړښت ته اړتیا ده . د بېلګې په توګه : که چېرې نوي کارکوونکي مو استخدام کړي دي، نو د شرکت له پاره به مو د انساني سر چینو مدیر ته اړتیا ولیدل شي . د سازماني چارټ په رامنځته کولو سره به مدیریتي خلاوې ووینئ، په شرکت کې د دنده ایزو احتمالي بدلونونو له پاره، په چارټ کې څو خانې تشې پرېږدئ.

۲ ـــ له خپلو نیمګړتیاوو او کمزورو ټکو څخه ځان خبر کړئ، که چېرې د پلور وړتیا نه لرئ، نو ستاسو د ټیم له پاره د پلور یو پیاوړی مدیر اړین دی . د شرکت په نورو برخو کې د ځان په پرتله پیاوړي مدیران ومنئ . د شرکت د پرمختګ له پاره له بېځایه کبر او غرور څخه تېر شئ .

۳ ـــ له خپل مسلکي مدیریتي ټیم څخه مشوره وغواړئ . له همکارانو، لوړ پوړو کارمندانو او هر هغه څوک، چې ستاسو له کارونو سره اړیکه لري، مشوره وغواړئ . د خپل شرکت له پاره د مشورې ټیم هم په پام کې ونیسئ.

۴ ـــ که چېرې داسې کارمندان لرئ، چې ستاسو شرکت ښه پېژني، نو وګورئ، چې کوم یو یې لا ډېره ښه مدیریتي وړتیا لري . له هغو کارمندانو سره خبرې وکړئ، کوم چې فکر کوئ له ډلې څخه یې ښه مدیر ټاکلی شئ . د شرکت په اړه خپله لېوالتیا او بشپړ نظر څرګند کړئ او دغه راز له هغوی څخه هم وغواړئ، چې د شرکت په تړاو خپله لېوالتیا او بشپړ نظر څرګند کړي.

۵ ـــ په خپله کاري حوزه کې په پوه او وړ مدیرانو پسې لاړ شئ او استخدام یې کړئ، په یاد ولرئ، چې ستاسو کاري زمینه د زده کړې وړ ده . د بېلګې په توګه : که چېرې یو نوی جوړ شوی شرکت لرئ او په خپل مدیریتي ټیم کې د بازار موندنې یوه پیاوړي اجرایي مدیر ته اړتیا لرئ، چې وکولای شي، ستاسو کسب و کار ته رونق ورکړي، نو اړینه نه ده، چې د جوړښت په کار کې کارپوه وي، که چېرې هغه د بازار موندنې متخصص وي، کولای شي، ستاسو د شرکت په مشهورتیا کې رغنده ونډه واخلي او ستاسو د کار جوړونې دنده هم زده کړي.

۶ ـــ که چېرې د هغې دندې له پاره، چې غواړئ څوک ورته وټاکئ، ښه نظریه لرئ، خو نه پوهېږئ، چې له کومه ځایه دا ډول ځواک استخدام کړئ، نو غوره ده، چې له  اجرایي همکارانو او یا د کار موندنې له مشاورینو څخه مرسته وغواړئ.

د مدیریتي ټیم پراختیا: 

۷ ـــ کله مو چې خپل مدیریتي ټیم وټاکه، باید د ټیم له غړو سره ناسته ولرئ، خپلې هیلې او نظرونه تشریح کړئ . د غړو دندې او د واکونو برید یې مشخص کړئ.

۸ ـــ د پروګرامونو د طرحې ستراتیژیک پلان په پام کې ونیسئ . ستاسو مدیریتي ټیم باید د ورځني کارونو د ترسره کېدو په بهیر کې واوسي . د اوږد مهالو پروګرامونو طرحه هم په پام کې ده . ستاسو مدیریتي ټیم په حقیقت کې کار پوهان دي، چې تاسو ته مشوره درکوي .

۹ ـــ دندې او واکونه نورو مدیرانو ته وسپارئ، دا چې بل مدیر ته دنده سپارئ، وېره مه لرئ.

۱۰ ـــ مدیریتي ټیم ته اړین ځواک ورکړئ، که چېرې مدیران له بریده زیات واکونه ولري، کړنې په سمه توګه نه ترسره کوي، خو نباید داسې هم وي، چې هېڅ ډول واک ونه لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x