افغان الف ملي لوبډلې په اماراتو کې دویمه لوبه هم نن وګټله

afghan_cricket_aد افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:

افغان االف لوبډلې خپله دویمه لوبه د اماراتو د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې څخه په ۳۲ منډو  وګټله او سبا ته به د اماراتو د ۷ ولایتونو مشترکې لوبډلې سره چې د امارات ۱۱ ګډې لوبډلې سره الزید د کرکټ په کلي کې تر سره کیږي.

افغان الف لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه په ۴۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۱۹ منډې جوړې کړي او ۲۲۰ منډه یې مخالفې لوبډلې ته هدف وټاکه.

دا افغان الف ملي لوبډلې په توپوهنه کې نن فضل رحیم نیازي د لوبدلې کپتان ۷۵ منډې، شېر خان ۴۰، رحمت الله ۲۳ او عبیدالله ۲۷ منډې وکړي.

افغان توپ اچونکو د مخالفې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۹ اور کې په ۱۸۶ منډو وسوځول.

د افغان لوبډلې زکي الله زکي ۴ ویکټې واخستلې چې درې یې په یو اور کې وي.

همدارنګه عبدالله عادل نن د مخالفې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

په اماراتو کې د الف لوبډلې مهال ویش په لاندې ډول دی:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.