افغانستان

کابل: وزیر محمد اکبر خان مېنه کې یو بهرنی ویشتل شوی

نن ټکی آسیا: له کابل څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې د ښار په تر ټولو خوندي سېمه وزیر محمد اکبر خان مېنه کې پر یوه بهرني ډزې شوي او بریدګر روغ-رمټ په تېښته بریالی شوی.
د کابل امنیتي چارواکو پېښه تایید کړې او زیاتوي چې د برید په تور یې د یاد بهرني د ژباړن په شمول دوه تنه نیولي دي.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې دا بهرنی کس یو سویډني خبریال دی او په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د پېښي نور جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx