نړۍ

سعودي: کولای شو په قطر کې نظام بدل کړو / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): د عرب لیګ په غونډه کې د سعودي حکومت د پلاوي مشر قطر ته په ګواښمنه لهجه وویل، کولای شو چې په قطر کې نظام بدل کړو خو سعودي ددې هڅه کله هم نه ده کړې.

د عرب لیګ په ۱۴۸مه عادي ناسته کې چې د عربي هیوادونو د وزیرانو په کچه ګډون په کښي شوی وو، د سعودي د پلاوي مشر «احمد قطان» په خپله وینا کې وویل چې سعودي کولای شي په قطر کې حکومت او نظام بدل کړي، خو ددې هڅه یې تر اوسه نه ده کړې.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کویټ امیر په امریکا کې د ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ویلي وه چې د کویټ منځګړتوب پر قطر باندي د سعودي په شمول د څلورو هیوادونو د نظامي برید مخه ونیوله.

په غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو لپاره دولتي وزیر سلطان بن سعد المریخي وویل چې د سعودي پلاوي مشر وینا له ګواښه ډکه ده، نوموړی دومره صلاحیت نه لري چې داسي خبري وکړي، چې په جواب کې احمد قطان وویل، هم د خبرو واک لري او هم خپل مسؤولیت پيژني.

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال د جون میاشتې له پنځمې نیټې راهیسي څلورو هیوادونو (سعودي، بحرین، امارات او مصر) پر قطر هر اړخیز بندیزونه لګولي دي او دیپلوماتیکي اړیکې یې ورسره شلولي دي. او په لومړیو کې داسي برېښېده چې پر قطر به نظامي برید هم وکړي خو سمدستي د ترکیې هیواد قطر ته خپل پوځونه ور ولیږل او همداسي د امریکې سمندري ځواکونو د قطري ځواکونو سره په سمندر کې پوځي تمرینات وکړل چې له امله یې پر قطر باندي د نظامي برید مخه ډب شوه.

عرب لیګ د عربي هیوادونو تر منځ د شخړو د هوارۍ او همداسي د ګډې همکارۍ لپاره جوړ شوی، خو د یادو هیوادونو د خپل منځي اختلافونو له امله تل ددغه لیګ غونډي د لفظي شخړو شاهدي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx