د مينې ګنهګار

عرفان الله عرفاني

زړه مې شهید دی راشه جوړ کړه پرې مزار د مینې
په شناخته یې ولیکه جانان یو یادګار د مینې

خامک څادر دې د جنډې پر ځای پرې ودروه
خمار ویده دی پام چې مات نکړې خمار د مینې

د سینې منځ کې لکه ړنګ ګودر ړنګ شوئ پروت دی
پاس پرې را ړنګ دی هغه ښکلی دنګ چنار د مینې

کله نا کله خو راځه دومره جفاء خو مکړه
بې وفاء یاره پر ما ولوله اذکار د مینې

د عشق کیسه مې د مجنون کیسې ته ورسېده
د خدای لپاره ګوره ونکړې انکار د مینې

د زړه تڼاکې د رقیب راباندې وچوېدې
اخ ستا په سر یې ځړولی یم په دار د مینې

لاسونه لپه کړه دعا ورته په مینه وکړه
ستا (عرفاني)خو ګوره ډېر دی ګنهګار د مینې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.