fbpx
drone afp

استرليا کې يو زندان ته د ډرون په واسطه د نشيي توکيو ليږدوونکی سړی نيول شوی

استرليايي پوليسو يو سړی په دې تور نيولی چې، د بې پيلوټه طيارې په واسطه يې يو زندان ته نشيي توکي ليږدول.
د استرليا پوليس وايي د زندان په سيمه کې کې يې يوه بې پيلوټه طياره تر سترګو شوه، چې له پلټنې وروسته معلومه شوه چې، نشيي توکي پکې بار دي.
پوليسو د دغې بې پيلوټه چلوونکی نيولی چې، له لرې ځايه يې کنټرولوله. پوليسو دغه سړی د نشيي توکيو د قاچاق په تور ونيولو او له ضمانت وروسته يې خوشې کړی چې، راتلونکې هفته به محکمې ته وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې، نړۍ کې د بې پيلوټه الوتکو په واسطه جرمونه کول کومه نوې خبره نه ده، ولې، په استرليا کې دغه ناقانونه کارونه ډېر په تېزۍ پر مخ روان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د