دبي بي سي نیمه نړۍ

محمود افغان…

یولسوه کاله وړاندي وتلي او مشهور پوهاند بربهاري نړۍ وال مخاطب کړي او وايې: (په خاص ډول دخپلې زمانې له خلکو څخه ځان وګوره او بیا در ته وایم چې ځان ترینه وګوره، او دېته پام کوه، چې له چا سره دې ناسته ولاړه ده، او دچا خبري اورې او له چا سره دي ملګرتیا ده، ځکه خلک داسي دي، لکه مرتد سوي چې وي، ما سوا له هغه چا څخه، چې الله رب العزت په خپل امان کې ساتلي وي). کتاب السنة.

دا له درده ډکه خبره بربهاري رحمه الله په څلورمه پيړۍ کې خلکو ته کړې، او نن سبا چې پنځلسمه پيړۍ روانه دخلکو په عصمت کې به څومره تغیر او تبدیل راغلی وي.

بالخصوص زموږ به بدنامه زمانه کې چې دنا مسلمه نړۍ له خوا کوښښ کیږي، چې خلک دخپل یرغل هدف وګرزوي، هغه که دډالرو او پیسو په زور وي، او که دميډیا او رسنیو په مټ.

په ځانګړي توګه زموږ په افغاني جغرافیه کې میشت ځواني طبقې خلکو دلاري اوښتلو لپاره په دونه بربنډ شکل هڅه روانه ده، چې هر یو يې درک کولای سوای، خو دا بیا ځانته خبره ده، چې څوک ځان، کورنۍ او خپل خپلوان ترینه په حفاظت کې ساتلای سوای، او څوک يې بیا په لاس تړلي ورته پرېږي.

په تصویری، تلوېزيوني او خبري رسنیوکې دهغه خبریالانو انتخاب سوی دی، چې هغه نه ملي او نه هم مذهبي رنګ لري، په ځانګړي توګه هغه شبکې چې افغانان لا له ډیره پخوا ورسره اشنا ول، لکه بي بي سي، او ازادي رادیوګانی، بي بي سي خو دونه وړاندي تللې ده، چې د(أن تشیع الفاحشة) ژوندی مصداق ګرزيدلې ده، په دونه ښکاره او بربنډ انداز سره دبې لارۍ کوښښ کوي، چې هیڅ شرم او حیا هم نه محسوسه وي، داسي برنامې خپر وي چې نه اسلامي او نه هم افغاني اړخ لري او دا سي څه پښتو ته ژباړي، چې سړی يې په حکایت هم شر م محسوسه وي.

نو ددغو اورېدل او یا ددغو خبري رسنیو ویب پاڼي کتل په یقین سره کمزوري خلک بې لاري ته هڅه وي، او ډیری يې اغیزمن کړي هم دي، الا ما شاء الله.

په یقین سره کله چې دا راډیو آن کړم خبري خو اورم، کله داسي څه نشرته وسپاري چې نور داورېدلو توان سړی له لاسه ورکوی، بس نوره يې نو آف کړم.

دبي بي سي په پاڼه کې د (نیمه نړۍ) او دازادي رادیو په پاڼه کې د(دښځو په وړاندي تاوتریخوالي) تر عنوان لاندي هغه څه نشر کیږي، چې په حقیقت کې دا نشر دښځو په وړاندي خپله یو تاوتریخوالی دی.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.