نن په انځورونو کي

د مارشال محمد قسیم فهیم جنازه په انځورونو کې

د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم  چې د تېرې/ یکشنبه د مارچ  ۹مه/ د زړه د درېدو له امله ومړ، نن يې په ارګ کې جنازه اداء شوه.
محمد فهیم قسیم په جنازه لوړ پوړو حکومتي چارواکو  سره سره د بهرنیو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و. د قسیم فهیم  د جنازې لمونځ ولسمشرۍ ته کاندید  استاد سیاف  ورکړ.
د قسیم فهیم جنازه به د کابل په  بادام باغ کې خاورو ته وسپارل شي.

د مارشال فهیم جنازه د استاد عبدالرب رسول سیاف په امامت په ارګ کې اداء شوه.

fahim janaza1

د ارګ تشریفاتي ګارد د فهیم جنازه ارګ ته راوړله.

 

ولسمشر حامد کرزي د مارشال فهیم د جنازې تر لمانځه وروسته ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي مارشال فهیم یوښه دوست او وطنپال سړی وباله.

د مارشال فهیم جنازې ته ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو کاندیدانو سربېره د پارلمان غړي او وزیران هم راغلي ول.

د مارشال فهیم جنازې ته یو شمېر بهرني استازي هم حاضر شوي وو.

تر جنازې وروسته استاد سیاف مرحوم فهیم ته دعا وکړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x