افغانستان

هرات کې پر یوه کور راکټي برید ۹ تنو مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا:د هرات امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د شینډنډ هوایې اډې ته نږدې پر یوه کور راکټي برید ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د شینډنډ ولسوال عبدالحمید نور وایي، چې تېره شپه په نایف سېمه کې د حاجي امان الله پر کور راکټي برید وشو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ته یې مرګ-ژوبله واړوله.
په دې پېښه کې یوه ښځه او څلور ماشومان مړه شوي او ۴ نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان وايي، چې حاجي امان الله د شینډنډ د خلکو د شورا رئیس و او ډېر وړاندې د طالبانو له لورې وژل شوی.
نوموړی زیاتوي، داسي بریښي چې د برید موخه د شینډنډ ستره هوايي اډه وه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x