که غواړئ ماشومان مو وروسته عمر کې سالم وي نو اوس یې مه رټئ!

شريف شاهين

ټول روانشنان او روغتیايي کارکونکي دا مني چې په کوچنیوالې کې د ماشومانو رټل او یا له هغو سره په غوسه او قهر چلن د هغوی راتلونکی ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي.

په ځانګړې توګه په غټانو کې رواني ناروغۍ، خپګانونه اندېښنې تر ډیره د دوی په ماشومتوب کې ريښي لري چې یا یې په کور، یا ښوونځي او یا هم کوڅه د خلکو ستغې سپورې او ناسم چلن ګاللی وي.

خو رټل او ناسم چلن یوازې د ماشوم پر رواني روغتیا ناوړه اغیزې نه کوي.

په امریکا کې یوې څیړنې ښوودلې ده، هغه ماشومان چې په کوچنیوالي کې د روحي فشار، خفګان او سټریس سره مخ شي، وروسته عمر کې د وینې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته کیږي.

تر دې وړاندې څیړنې وايي، چې د چا مور او پلار دواړه او یا یو هم له دوې څخه د ۵۵ کلنې څخه وړاندې د وینې لوړ فشار ولري؛ احتمال دی چې اولادونه يې هم د وینې لوړ فشار ولري.

ولې دا څیړنه په حقیقت کې یوه نوې لاس ته راوړنه ده، چې پکې د ماشومتوب د دورې خفګان او سټریس د وروسته عمر د وینې د لوړ فشار لامل بلل شوی دی.

څیړنه دا هم وايي، چې هغه انسان چې مور او پلار يې د وینې لوړ فشار ونه لري، خو که کوچینوالي کې رټل او ناسم چلن تجربه کړي، ددې ډير احتمال شته چې وروسته عمر کې د ویني د لوړ فشار ، رګونو او زړه ناروغۍ پیدا کړي.

نو که غواړۍ ماشومانو راتلونکې کې سالم، صحتمند او روغ وي، نو اوس ورته له زغم او حوصلې کار واخلئ، په وړو وړو خبرو یې مه رټۍ او هڅه وکړئ، د هغوی د ناسمو کړنو په وړاندې ورسره په ورو او پرلپسې خبرې وکړئ او قناعت ورکړئ. نه دا چې ویې رټئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.