د کابل پوهنتون محصلینو د برمایي مسلمانانو په ننګه مظاهره وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): د کابل پوهنتون ګڼ شمیر محصلینو نن سهار د پوهنتون د جنوبي دروازې مخې ته احتجاجي لاریون وکړ او په برما کې یې له مسلمانانو سره کیدونکی ظلم وغانده.

دغه سلګونه کسان چې زیاتره یې د شرعیاتو د پوهنځي محصلین وو په خپلو شعارونو او پریکړه لیک سره یې نه یوازې د برما د حکومت کړنې او جنایات تقبیح کړل بلکې د مسلمانانو په وړاندې د روان ظالمانه چلند په اړه خاموشي یې هم د شرم وړ عمل وباله.

محصلینو په خپلو شعارونه کې لیکلي وو( چا چې د برما د فاجعې په اړه سکوت کړی په جرم کې شریک دي)( د وحشي بودایانو مخنیوی وکړئ) او داسې نور شعارونه. مظاهره کوونکو د څه وخت لپاره د پوهنتون جنوبي دروازه هم وتړله خو وروسته پولیسو د مظاهر کوونکو د خپرولو هڅه وکړه او د پوهنتون دروازه یې خلاصه کړه.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د اسلام او مسلمانانو په ننګه د مظاهرو لړۍ خورا پراخه شوې ده. له دې وړاندې هم په هرات، کابل او نورو بیلابیلو سیمو کې د برما د موضوع په اړه مظاهرې شوي دي. دغه راز د پروان په ولایت کې د امریکایانو لخوا د کلمة التوحید د اهانت په مقابل کې هم پراخ اعتراضونه راپاریدلي دي او عامو اولسونو د خپلو مقدساتو څخه د دفاع غږ پورته کړی.

د یادو موضوعاتو په اړه که له یوې خوا اسلامپال اولس خپل ایماني جذبات څرګندوي بل اړخ ته د غرب معاش خواره او یو شمیر دولتي چارواکي دغو حساسو عقیدتي مسائلو ته هم سیاسي رنګ ورکوي نو ځکه د کلمې طیبې په ننګه راوتلي لاریونونه هم د طالبانو کار بولي. تیره ورځ چې د کابل په شمال کې زرګونه کسانو د کلمې طیبې په ننګه لاریون وکړ یو شمیر غرب فکره فعالانو له حکومت وغوښتل چې ددغسې کړنو مخنیوی وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.