د سيكولرستانو په اړه! هغوی باید خپل ځان او خپل ځای وپیژني!

ليکوال: استاذ دکتور عماد الدین خلیل
ژباړه: محمد امان رسولي

الله تعالی فرمایي: [ أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَن بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ] [ الشوری:۲۱].(آیا دغه خلک له الله تعالی سره داسې شریکان نیسي چې د دوی لپاره یې د دین داسې طریقې غوره کړي چې الله تعالی د هغې اجازه نده کړې؟ که د فیصلې خبره مخکې نه وای سرته رسول شوې نو د دوی تر منځ پرېکړه به صادره کړای شوې وه په باوري توګه د دغو ظالمانو دردناک عذاب دی).

تل موږ داسې وایو: چې سیکولرستان( علمانیان) حق لري چې د دین او دولت جدایۍ لورته دعوت وکړي، او په خپل نظر سهار او ماښام په ورځپاڼو، رادیوګانو، سپوږمکیو، ګردي میزونو او کنفرانسونو کې په شد او مد سره ټینګار وکړي، چې ژبې یې وچې او ستونې یې غرۍ ونیسي تر څو د اسلامي دولت په مفاهیمو وبلوسي، د هغو د ختمولو هڅه وکړي، او ناکاري یې ثابته کړي، او په دې اړه دې کتابونه او بحثونه ولیکي، څوک یې نه منع کوي؛ ځکه دا د دوی په دې -خطا – تصور او انګېرنه کې، د دوی آزاد قناعت دی!

دا چې د الله تعالی کتاب د کفراو کافرانو شتون ته اجازه ورکړې ده او فرمايي: وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا [الکهف:۲۹].(اوس که د چا زړه غواړي ودې مني(مؤمن) او د چا زړه غواړي منکر(کافر) دې شي)، نو آیا د خلکو داسې یوې موازي ډلې ته چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لري، خو شریعت یې سیکولریزم ګرځولی او له دولت څخه د دین جدایۍ ته دعوت کوي، اجازه نه وي؟!

خو دوی دا مطلق حق نه لري چې دوی هڅه وکړي چې اسلام پالي دې په کتاب الله او سنت رسول خپله ثابته او مؤکده ګروهه او عقیده پریږدي په ځانګړي توګه د اسلامي دولت په اړه…دوی باید تعقیب نه شي او پر دوی باید سخت دریځي پولیسي نظامونه او ویني تویونکي کړنې عملي نه شي تر څو دوی له خپل قناعته واړوي، نو لکه څرنګه چې اسلام پالي خپلو حریفانو ته دا حق ورکوي چې سیکولریزم د ځان کړي، د هغه لور ته دعوت وکړي، نو پر دوی هم لازم دي چې اسلام پالو ته د دې حق ورکړي چې د دین او دولت تر مینځ حتمي ارتباط او اړیکه ټینګه کړي، د هغه لور ته دعوت وکوي او په واقعي ژوند کې یې د تطبیق او پلي کولو هڅه وکړي.

لکن آیا انسان دا حق لري چې وپوښتي، سیکولرستان څه ډول د دې عقلي انحراف ټکر لرونکي اند توجیه کوي چې د اسلامي بدیهیاتوڅخه منکردي څه رسي چې دوی دوه مڼې او یوه مالټه جمع درې وګڼي او توجیه یې کړي!

که د لویدیځ والې ساحې تقلید وي چې سیکولریزم د کلیسا د غیر عقلي او غیر علمي تسلط ختمولو بریالی علاج دی هغه تسلط چې علماء او څیړونکي یې خپلو وروسته پاتو او خطا نظریو منلو ته اړایستل، نو دا یو ستره خطا ده چې فرانسوي زیرک سپین ږیري «تالیران» یې په اړه وایي:«دا خطا ده او داسې خطا چې له ګناه نه هم ډېره ستره ده؛ ځکه په اسلام کې لکه څرنګه چې اوسني برطانیوي څیړونکي«روم لاندو» په خپل کتاب (العرب والاسلام)کې وایي:«دین او علم یو ځای خپله لاره سره وهله، یو بل یې تائیدوه؛ ځکه دوی دواړه د الله تعالی په وجود ټینګار کوي، اما که د دین په اړه ناوړه فهم وي، یا یې اساسي مقصدونه درک نه شي، نو دا بیا هغه دریځ دی چې باید مناقشه شي».

آیا دوی ګورې چې د الله تعالی کتاب په خلاص عقل صرف یو ځل هم نه لولي، صرف یو ځل، چې دغه آیتونه پکې پرله پسې راغلي دي: وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [المائده:47].( او کوم خلک چې د الله تعالی له نازل کړي قانون سره سمه فیصله ونه کړي هماغوی فاسقان دي).

آیا دوی ګورې چې دغه مبارک آیت چې[ وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَٰهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَٰهٌ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ] [الزخرف:۸۴](همغه ایکې یو په اسمان کې هم خدای دی او په ځمکه کې هم خدای دی، او همغه د حکمت څښتن او په هر څه پوه دی).په اسمانونو او ځمکې کې حکم، یعنې تشریع د الله تعالی په لاس ګرځوي، دوی یې نه لولي؟

آیا دوی ګورې چې هیڅکله هم دوی داسې نه پوښتې چې د اسلامي شریعت احکام د ژوند په ټولو فردي او ټولنیزو اړخونو کې چې رانازل شوي دي څرنګه کیدای شي چې د دولت له مؤسساتو پرته تطبیق او پلي شي؟

آیا دوی ګورې چې دوی په مطلوب کوښښ اسلامي تاریخ نه لولي، هغه تاریخ چې د رسالت د عصر له پیل نه د اسلامي دولت د اقامې لپاره د مناسب محیط او چاپیریال په لټه کې و، څه ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف لور ته سفر تر سره شو؟ بیا د څولسو قبیلو سره تماس په کومه موخه وشو؟

بیا د انصارو سره په لومړۍ او دوهمه عقبه کې بیعتونه تر سره شول دا ټول په دې تاکید او ټینګار کوي چې د دولت اقامه ضروري کار دی او یوازې د الله تعالی د شریعت په تنزیل د واقعي پلي کیدو لپاره کافي نه دی، بلکې دا هم هڅه کېږي چې له تیري او ختمیدو څخه یې – د دولت په ذریعه-حمایت او ساتنه وشي؟

بیا دوی سترګې په بډه وهلي دي نه ګوري چې څه ډول مسلمانان د بني ساعده په سقیفه(څپرۍ)کې سره راغونډ شول په داسې حال کې چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم جنازه لا خاورو ته نه وه سپارل شوې، تر څو د خلافت ستونزه حل کړي، بیا یې ابوبکر صدیق رضی الله عنه وټاکه هغه ابوبکر چې د اسلامي دولت د مفاهیمو د ټینګښت په اړه ده او تر ده وروسته د ده نورو راشده خلفاو ورونو پراخه ګامونه واخیستل؟

آیا دوی ګورې چې دوی نه دې خبر که سرسري هم وي، چې اسلامي ښېرازه فقهي منظومه په خپلو ګردو سیاقونو کې: که هغه مقاصدي فقه وي، موازناتي فقه، د سد الذرائع او مرسله مصالحو فقه، او یا د فتوی فقه وي…تر څو د سر په سترګو دوی وویني چې د اسلامي دولت په اړه د ټولو لویو او وړو پوښتنو څه ډول ځوابونه ورکړل شوي دي؟

هر څه چې وي، دوی حق لري چې څه ونه لولي، څه ونه ګوري، څه ونه پلټي…او په خپل دې ړوندوالي پاتې شي، په ځانګړې توګه د دې اساسي قضیې په اړه چې په عقیده، فقه او اسلامي تاریخ کې څومره اهمیت لري، خو دا د دوی هیڅکله هم حق نه دی چې اسلام پالي دېته اړ کړي چې له هغه څه څخه چې بالضرورة د دین له معلوماتو څخه دی لاس په سر شي.

آیا دا رښتیا هم – یو ځل بیا- هغه خطا نه ده چې تر جرم او ګناه هم ستره ده؟!

په رښتیا هم دغه سیکولرستان هغه دین تشریع کوي چې الله تعالی پرې اجازه نه ده کړې، او پرې داسې ظلم او تیری کوي چې الله تعالی یې په اړه د ألیم عذاب وعید ورکړی دی .. الله تعالی رښتیا ویلي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.