افغانستان

د افغانستان دفاعي پوهنتون د مارشال فهیم په نوم ونومول شو

نن ټکی آسیا: د وزیرانو شورا د پریکړې په اساس د افغانستان دفاعي پوهنتون د مارشال محمد قسیم فهیم په نوم ونومول شو.
د وزیرانو شورا له لورې په خپره شوې اطلاعیه کې راغلي، د وزیرانو شورا په خپله وروستۍ ناسته کې د افغانستان د نوي جوړېدونکي دفاعي پوهنتون نوم د مارشال فهیم په نوم واړول شو.

د یادونې وړ ده چې محمد قسیم فهیم له احمد شاه مسعود وروسته د شمال ټلوالې مطرحه او مخکښه نظامي څېره وه، چې د طالبانو د حکومت په چپه کولو کې يې له امریکا سره نه هېرېدونکي مرسته وکړه.
نوموړي ته په ۱۳۸۱ ل کال کې د ولسمشر کرزي له لورې تر ټولو لوړه نظامي رتبه –مارشالي-ورکول شوه. او د افغانستان په تاریخ کې له مارشال شاولي خان وروسته دویم مارشال شو.
په دې وروستیو کې د حکومتي بنسټونو د تقویې او د اوسني نظام د بقا لپاره د قسیم فهیم د هلو- ځلو په بدل کې د ولسمشر کرزي له خوا د دایمي (مادام العمر) امتیاز وړ او مستحق وبلل شو.
د هېرې نه ده ، چې د سولې د عالي شورا د لومړني رئیس او د جمعیت اسلامي ګوند د مشر برهان الدین رباني له وژل کېدا وروسته د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوموړي په نامه شو چې د زیات شمېر افغانانو او محصلینو له جدي غبرګون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x