افغانستان

د کابل په چاودنه کې درې کسان مړه او پنځه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): نن په کابل کې د کرکیټ بورډ د مرکزي دروازې سره د چاودنې له امله ۳ کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې چاچي غوښتل د کرکیټ لوبې پر مهال میدان ته ننوځي او هلته په ځان چاودنې سره زیاته مرګ ژوبله را منځته کړي.

د پولیسو ۱۰۱ اسمائي زون ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته ویلي چې یوه بریدګر غوښتل د کرکیټ میدان ته د لوبې پر مهال ننوځي خو پولیسو وپيژاند او په ګیټ کې ودروی، خو هغه ځانته چاودنه ورکړه او یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کې یو پولیس او په ټپيانو کې هم دوه پولیس شامل دي.

د کابل په الکوزی سټوډیم کې چې د افغانستان د کرکیټ بورډ مرکزي دفتر هم دی، چیري چې د شپږیږ لیګ په نامه کورني کرکیټ لوبې تر سره کیږي، خو د چاودنې وروسته هم لوبې په عادي شکل سره ادامه ولرله.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا نه دی اخیستی او نه هم چارواکو کوم لوری مسؤول بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x