
کریمیا له اوکراین څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ
نن ټکی آسیا: د کریمیا روسي پلوو وکیلانو د سې شنبې په ورځ له یوکراین څخه د کریمیا د بېلولو او استقلال لپاره رایه ورکړه.
د کریمیا پارلمان په ۸۱ کې د ۷۸ مثبتو رایو په پایله کې له یوکراین څخه د کریمیا د خپلواکۍ اعلان وکړ.
کیف په سختو ټکیو دا پرېکړه غندلې او پر روسیې یې د یوکراین د تجزیې تور لګولی.
د کریمیا د پارلمان په اعلامیه کې راغلي، چې د خپلواکۍ رسمي اعلان به له یوې پراخې ټولپوښتنې –ریفرینډم- وروسته وشي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د یوه هېواد د خپلواکۍ پرېکړه له هېڅ نړیوال قانون سره په ټکر کې نه ده .