داعش په ننګرهار کې دیني عالمان وژني

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۶): راپورونه وایي چې د داعش په نوم وسلوالو په ننګرهار ولایت کې په دې وروستیو کې په مذهبي عالمانو، مدرسینو او د مساجدو په امامانو پسې را اخیستي او په مسلسله توګه ورباندې بریدونه کوي.

نن ټکی اسیا ته رارسیدلي خبرونه ښیي چې په تیرو څو ورځو کې یوازې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې دری تنه دیني علماء د داعش د کسانو لخوا په غلچکي بریدونو کې وژل شوي دي.

خبر وایي پرون د چهارشنبې په ورځ مازدیګر پنځه بجې د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سیمه کې د داعش کسانو د سیمي یو وتلی دیني عالم مولوي فاروق په نښه کړ. تردې څو ورځې وړاندې د همدې ولسوالۍ په کنډیباغ سیمه کې د سیمې یو دیني عالم مولوي عبدالرحمن او د ډاګو په سیمه کې د سیمي د ستر جامع مسجد ملا امام مولوي حزب الله هم د داعش د کسانو له خوا ووژل شول.

د سیمي خلکو نن ټکی اسیا ته وویل چې دې کسانو له هیڅ سیاسي اړخ سره تړاو نه درلود. دوی دیني عالمان او د ژوند مشغله یې د قرآني علومو خدمت، تدریس او تعلیم و.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې داعش ولې دیني علماء وژني. خو داعش له دې وړاندې په عراق، سوریه او د نړۍ په نورو بیلابیلو برخو کې هم بیا بیا هغه دیني علماء او مشائخ وژلي چې له دوی سره هم فکره نه وو.

د کتونکو په نظر داعش په اسلامي ډلو کې هغه یوازینی تنظیم دی چې نه خو یې په تشکیل کې دیني عالمان شته، نه له ځان سره د دیني عالمانو ملاتړ لري او نه هم تر اوسه د نړۍ په سطحه کوم پیژندل شوي دیني عالم ددې ډلې تګلاره او کړنې تائید کړي دي. د کتونکو په نظر کیدای شي همدا وجه وي چې داعش د قرآن او سنت له پالونکو دیني عالمانو سره عقده پیدا کړي نو ځکه ورباندې بریدونه کوي.

باید وویل شي چې له مخکې لا د علماو او عامو مسلمانانو ډله ییزي وژنې ددې لامل شوي دي چې د داعش ډلې او عامو ولسونو تر منځ نفرتونه زیات کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د