fbpx
specalay ilham

د سيدالهام شعري ټولګه «سپېڅلی الهام » چاپ شوه!

د حماسي ادب د ځلانده ستوري هڅاند شاعر سید احسان الله الهام لومړۍ شعري ټولګه(سپېڅلی الهام) د درې سوه، دوو پنځوس (۳۵۲ ) مخونو په درلودلو سره په ښه او ښکلي کاغذ او کلک ټایټل تازه له چاپ را ووته. پر یا دي شعري ټولګي لیکوال او شاعر قاري عبدالستار سعید او لیکوال نور احمد سعید د سریزو پر ځای لیکني کړي، همدا راز عبرت افغان پرې د سید احسان الله الهام ژوند لیک لیکلی.

ښاغلي الهام په لومړۍ شعري ټولګه کي حماسي، وطني، تراژدي، تصوفي او عرفاني اشعار د غزل او نظم په شعري فورم کي ځای پر ځای کړي او اوډلي دي. د نوموړي شعري ټولګي مینه وال یې په کندهار او کوټه کي له کتاب پلورنځیو( کتابخانو) څخه تر لاسه کولی شي.

د کتاب ډالۍ داسي شوې.

 د محترم شهيد پلار جان و هغي سپېڅلي ميني ته چي ټول عمر ور نه كمونسټانو، خلقيانو او ظالمانو بې برخي كړى يم، په مينه ډالۍ كوم.
 

په درنښت: یاسر  ودان
2014/03/11

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د