پخوانی امنیه قومندان: اسحاق جلیل

غزنی : د جغتو ولسوالۍ نوی امنيه قومندان (اسحاق جليل) د ماین چاودنه کي ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۶):د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ نوی قومندان اسحاق جلیلي د سړک د غاړي د ماین په چاودنه کي ووژل شو.
له راپورونو سره سم نن سهار مهال اوه بجي د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان اسحاق جلیلي د پولیسو له پوستو څخه لیدنه کول، چي موټر يې د چاودني ښکار شو.

د غزني ولایتي ادارې هم د نوموړي وژل کیدل تائید کړي او د نوموړي په وژل کېدلو يې خپله ژوره خواشني ښودلې ده.

یوه نیمه میاشت وړاندي د اګست په دوهم نېټه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ پخواني امنیه ناظر حسین او د هغه تر وژل کېدلو درې ورځي وړاندي د جولای په ۲۹ نېټه د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمتین همت هم د ماین په چاودنه کي ووژل شول.
همدا رنګه د جولای په میاشت کي د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان او د شلګر د اربکیانو پخوانی مشر لطیف الله کامران هم د طالبانو په برید کي ټپي شو.
په تیرو دوو میاشتو کي په غزني ولایت کي دا دریم امنیه قومندان دی چي د طالبانو په بریدونو کي وژل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د