شعـــــرونه

غزل/ اصف اقبال بابکر خېل

اصف اقبال بابکرخیل

غم دې زما وجود باندې وزرې خورې کړیدي
زړه او نورو غړو په کې چغې جوړې کړیدي

اوس راکوه غم راته جانانه اموخته شومه
درد مې د زړه خامې خښتې ټولې پخې کړیدي

هر وخت راته وایي پخوانۍ مینه دې نشته ده
تا باندې جانانه داسې چا تعویزې کړیدي

دلته ځينې انجونې دي په یو سلام اسمان ته ځي
دغه مو پخپله پخپل ځان مغرورې کړیدي

وې ویل چې نور انتظار نه کیږي اشنا راشه
تانه مې بغیر ګوره څلور اخترې کړیدي

وې خو په دې ښار کې بلا سترګې د بلا ښکلو
تا ولې اقباله دا ناځوانې خوښې کړیدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x