افغانستان

نوماندان او ماکياولستي اکتونه – ذاکر جلالي

نیکولو ماکیاولي مشهور ايټالیوی لیکوال او سیاسي فیلسوف و چې په د ایټاليې په فلورانس ښار کې په ۱۴۶۹م کال کې زېږېدلی او په ۱۵۲۷م کې وفات شوی. د ماکياولي ژوند په مطالعه، لیکلو او حکومتدارۍ کې تېر شوی. د ده مشهور کتاب د «شهزاده» په نامه دی، چې د ده د سیاسي افکارو غورچاڼ بلل کېږي. دی یو ریالیست سیاستپوه و؛ د سیاست په تړاو یې داسې خبرې رابرسېره کړي، چې تر ده پخوا چا نه وې بیان کړې.

ده د سیاست حقیقتونه بیان کړي، سیاست یې داسې تشریح کړی، لکه څنګه چې دی، نه داسې چې څنګه باید وي؛ له همدې امله یې ریالیست یا حقیقت‌ګرا بولي. د ماکیاولي سیاسي مکتب «ماکیاولېزم» او لارویان یې «ماکیاولستان» باله شي. د ده په تړاو انګرېز فیلسوف، فرانسیس بېکن وايي: «موږ د ماکیاولي په څېر خلکو پوروړي يو، چې د سیاست نړۍ یې لکه څنګه چې ده موږ ته راښوولې ده، نه داسې چې څنګه باید وي».

ماکیاولي د سیاستوالو کړنې نه یوازې مطالعه کړې وې، بلکې له نژدې ورسره پاتې شوی و، نو د هماغو مطالعو پر بنسټ یې شهزاده ته لارښوونې هم کړې دي. د ده د لارښوونو یوه برخه داسې ده:

«د ښو صفاتو لرل چندانې مهم نه دي. مهمه دا ده، چې د پاچا په دغو صفاتو د تظاهر فن ښه زده وي. ان تر دې هم مخکې ځم او وایم، چې که پاچا په رښتیني ډول ښه صفات ولري او عمل پرې وکړي، نو دا يې په زیان دي، په داسې حال کې چې د دغو صفاتو په لرلو تظاهر ورته ګټور دی. مثلاً، ډېره ښه ده چې د یوه زړه‌سواندي، ژمن، باعاطفه، مذهب ته ګروهمن انسان په توګه تظاهر وکړي او په زړه کې هم همداسې وي. مګر د انسان فکر باید تل معقول وي، که کومه ورځ اړتیا پېښه شي، چې د دغو صفاتو پر ضد څه وکړي، باید په اسانۍ سره وکړای شي چې له انساني خویه حيواني ته واوړي او بې‌رحمه، بې‌عاطفې، بې‌وفا، بې‌عقیده او ناسم شي».

ماکیاولي د اخلاقياتو اساس له بېخه ووېسته. د هغه یوازینی سیاسي شعار دا و، چې پاچا د عادي خلکو له ټولو قیوداتو او الزاماتو څخه پورته دی. د ماکیاولي ټول فکر پر لاندې لس‌ګونو اصولو ولاړ دی:

•    تل د خپلې ګټې په لټه کې اوسه؛

•    له ځانه پرته هېڅوک د درناوي وړ مه ګڼه؛

•    بدي کوه او داسې يې ښیه چې ګواکې ښه کوې؛

•    حریص اوسه او څه چې خپلولای شې، ترلاسه یې کړه؛

•    خسیس اوسه، پر ولس ډېر لګښت عاقلانه نه دی؛

•    خشن او حیوان صفته اوسه، نېکي هېڅکله څه نه درکوي او شرافت تر ټولو ناوړه سیاست دی؛

•    چې چانس ترلاسه کوې، نور غولوه؛

•    دښمنان دې وژنه او که کولای شې، پر دوستانو هم هيله مه کوه؛

•    له خلکو سره په چلند کې له زوره کار اخله، نه له مهربانۍ؛

•    خپلې ټولې هڅې جګړې ته ځانګړې کړه.

زموږ نوماندان د ماکیاولي لارويان

د ټاکنو له نژدې کېدو سره د هغو چې د نوماندۍ خوب په سر کې لري، ظاهر او کړنو کې يې یو لړ بدلونونه لیدل کېږي. د بېلګې په ډول، هغوی چې په ټول عمر کې يې هم افغاني لباس، پګړۍ، څادر، واسکټ نه دي اغوستي، نن یې تسبې هم ورزیاتې کړي دي. په خپلو کړو وړ کې هڅه کوي، چې ځانونه ولسي او افغاني وښيي. د دوی  ټول ژوند خارجي هېوادونو کې ورتېر شوی، په افغانستان کې هم تر هغې چې د نوماندۍ هوا یې په سر نه وه راغلې ظاهر او لباس يې د نن په پرتله ډېر متفاوت وو.

له استاد سیاف پرته، پاتې نور ټول لس تنه (د قيوم کرزي په ګډون) همداسې دي. مثلاً، اشرف‌غني چې عمر یې به لوېدیز هېوادونو کې تېر شوی او د ده د خپلو احمدزیو په خبره چې تر تېرو ټاکنو پورې يې نشوای کولای چې د ولس په ژبه وغږېږي، نن یې ظاهر تر ډېره د ولس په ټیپ برابر کړی. اوس اشرف‌غني له پخواني هغه پخوانی اشرف‌غني نه دی. له څو کلونو راهيسې يې غربي درېشي لرې کړې، لږه ږیره یې پرېښوده، تسبې په لاس، پګړۍ پر سر، څادر پر اوږه او ورسره ولسي اکتونه هغه څه دي چې د ده په شخصیت کې يې نوي نوي وينو. په تېرو ټاکنو کې خو ما د ده له یو کمپاینره ان دا هم واورېدل، چې په څرګنده یې چا ته ویلي وو، چې باید د ماکیاولي له اصولو ګټه پورته کړو. نن چې يې کړه وړه وینم، د ده دا خبره مې ذهن ته راشي. ده د ماکیاولي لارښوونې ښې په غوږ کې نیولي.  

زلمی‌رسول، هدایت‌امین‌ارسلا، ګلاغاشېرزی، قيوم کرزی، داوودسلطان‌زوی، قطب‌الدین‌هلال، عبدالله‌عبدالله، اشرف‌غني، رحیم‌وردګ او سردارنعیم هغه نوماندان دي، چې له ټاکنو سره یې په څېرو او کړنو کې څرګند بدلونونه وینو. د زلمي‌رسول عمر په لوېدیز هېوادونو کې تېر شوی، هابله ورځ يې ننګرهار کې پګړۍ له سره تړلې وه، هدایت‌امین‌ارسلا خو ږیره تر اوسه په افغاني دود برابره نه ده، یوه انځور کې پګړۍ بل کې پکول، داوودسلطان‌زوی چې د طلوع تلویزیون خبریال وو، پخوا کمونیستانو سره وو، اوس یې لږه ږیره او یو نیم انځور کې پګړۍ پر سر ده، قطب‌الدین‌هلال بیا په وینا کې دومره متناقض لګیا وي، چې تر نورو په دې تظاهر کې دی مخکښ کېږي. عبدالله‌عبدالله خو په فېشني سیالۍ کې تر ټولو وړاندې دی، ننګرهار کې ده هم پګړۍ تړلې وه، پنچشېر کې يې پکول پر سر وي. رحیم‌وردګ او سردارنعیم هم نورو غوندې پګړۍ پر سر په ولسي تظاهر راڅرګندېږي.

یوازې لباس هم نه، عبدالله‌عبدالله او زلمي‌رسول په عمر کې پښتو نه غږېدل، نن د ټاکنو لپاره د پښتو ویلو هڅې کوي، چې پښتانه پر ځان رامات کړي.

د دغو نوماندو اکثرو به چې کله خبرې پیلولې، نو بسم‌الله او دیني کلماتو سره یې چندانې نه لګېده، خو نن ماشاءالله ټولو له یوې مخې، داسې ښې ښې دیني موعظې زده کړي، چې خوار ولس پرې وغولوي. د هر یوه خبرې اوس پر بسم‌الله سربېره په اعوذبالله پیلېږي! په دې تظاهر کې اشرف‌غني تر ټولو مخکښ دی. هغه چې تر بل هر یوه یې د ماکیاولي سیاست ښه زده دی، په تخار کې د ازبکانو په غونډه کې ازبکي کالي پر تن، خوست کې بیا د خوستوالو په دود برابره پګړۍ پر سر، تسبې په پټه خوله ژر ژر اړوي…پر دې سربېره، زه چې کله د اشرف‌غني کمپایني خبرې اورم، چې ناپوه ولس ته یې کوي، د لاسونو پړکولو پر مهال غني داسې ځیر ځیر یوې‌خوا او بلې‌خوا ناستو خلکو ته چې په ولولو او جذبو سره لاسونه کړپوي ورګوري او د حال په ژبه ځان سره وايي، چې ښه ناپوهه خو ياست، پر دغو تشو خبرو غولېږئ! له دغه ماکیاولستي سیاسته استاد سیاف ځکه وباسم چې نه یې لباس کې څه څرګند بدلون راغلی او نه هم په خبرو کې. د تېر په څېر یې پګړۍ پر سر وي، ایات حدیث له خپل تعبیر سره سم بیانوي. پلویان یې هم تر ډېره هماغه خلک دي، چې دی ورته د لباس او ظاهر د بدلولو اړتیا نه احساسوي.

د نیکولو ماکیاولي سیاست ته چې یو نظر وکړو او بیا د دغو لس تنو اکتونه، ګفتار او کردار وګورو، د هر یوه په کړنو او ویناوو کې او ان په شخصیت کې د ماکیالوي افکار مجسم کېږي.

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه!، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x