شعـــــرونه

د توحيد کلمه/ صالح محمد مسروري

صالح محمد مسروري

ای د توحيد کليمي زړونه بې تا سانه لري
ستا په نامه دي شهيدان سو هيڅ پروا نه لري

ته دروازه يې جنتو ته بله لاره نسته
ستا نه محروم ځي جهنم ته بله خوا نه لري

ستا سر لوړي د درست امت د سرلوړۍ زېری دی
ځکه زلمي قربان پرتا د سر سپما نه لري

د مسلمان ژوندون د بام لومړۍ ځينه خو ته يې
هغه کټ مټ حيوانيت دی څوک چه تا نه لري

ته تر دنيا او ما فيها تر ټول مخلوق درنه يې
هسي عظمت الله درکړی انتها نه لري

ستا بدرګه لکه اوبه باغ د ايمان زرغون کړي
ډېر بدبختان پر دنيا سته چه ستا ملتيا نه لري

د مسروري د زړګي کور ستا په ښکلا ښائسته دی
ته يې تر قبره مله سه بله تمنا نه لري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x