افغانستان

طالبانو د ازادۍ راډیو او د هغې راپور دواړه وغندل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۶): وروسته تر هغه چې ټرمپ د افغانستان په اړه ستراتیژي اعلان او په دې هیواد کې د جګړې په ادامې ټینګار وکړ، د امریکا خواخوږي رسنۍ په پرلپسې توګه یادې ستراتیژۍ ته د ملاتړ راغونډولو په موخه راپورونه ورکوي.

تېره ورځ له پراګ څخه خپرېدونکې «ازادۍ» راډیو راپور ورکړ چې طالب مشرانو په ځینو بهرنیو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې او د دې کار یو لامل یې دا ګڼلی چې «د امریکا نوې ستراتیژي د طالبانو د هیلو خلاف راووتله».

یاده راډیو وايي چې دا معلومات یو حکومتي کس ورکړي دي او هغه هم په دې شرط، چې نوم یې باید پټ پاتې شي.

راپور د همدغې نامعلومې سرچینې په حواله وړاندې ځي او لیکي چې په پناه غوښتونکو طالب مشرانو کې مولوي محمد یعقوب او صدر ابراهیم هم شامل دي.

خو طالبانو نن په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ازادي راډیو او د هغې راپور، دواړه په کلکه غندلي؛ نوموړې راډیو یې د «هیواد د اشغال په موخه ایجادې شوې» ګڼلې او د هغې راپور یې «جعلي او استخباراتي» بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې يې مشرانو او کشرانو د هیواد د ازادۍ لپاره ځاني او مالي قرباني ورکړې او «هیڅکله به دا تصور هم ونه کړي چې جهاد پریږدي او کوم هیواد ته پنا یوسي».

نوموړی باور څرګندوي چې لکه څرنګه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې نه کومه امریکايي ستراتیژي بریالۍ شوې او نه یې هم رسنیز او استخباراتي پروپاګند؛ دا وروستۍ «دروغژنې هڅې» به یې هم کومه نتیجه ونه لري او نه هم تشویش پیدا کولی شي.

ښاغلی مجاهد دغه ډول ناسم راپورنه «په دښمن پورې د تړلو رسنیو ماشومانه حرکات» ګڼي او ډاډ څرګندوي چې نه به د کوم طالب ذهنیت بدل کړي او نه به هم افغان ملت تېر باسي او په وینا یې خپلو «شیطاني هیلو» ته به ونه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

دجالی یهودی استعمار تل هڅی کړی چه زمونږ سبيڅلی معیارونه نا سپیڅلی او ګنده کړی . شه مثال یی همدا د (( ازادی )) ښکلی او سپیڅلی اصطلاح دوی د غلامي په ځای کاروی یا خلافت چه د الهی نطام نوم دی په داعشیانو یی کیښود چه د دی نوم سپیڅلتیا کمرنګه او کم خونده کړی او دی ته ورته د جهاد ، مجاهدینو او داسی نورو اسلامی اصطلاحاتو د سرچپه کارولو هڅی لری . د دی کار د پاره لمړی زمونږ له ځینو بی ایمانو او بی وجدانو ( چه دیر ییی د همدغه ګنده امریکایانو او اروبایانو له… نور لوستل »

سيد مصطفي

اصلاً د نوي ستراتيژي د اعلانولو ورسته داسي طبليغات شروع دي لكه ٢١٠٠ كال كي چي صليبيانو خپله بريد شروع كري و . او اوسني بي واك واكمنان هم داسي ورته د خوشحالي اتنونه اچوي لكه د انتقالي دوري په وخت كي شمالي تلوال والو خو ان شاء الله دير ژر كه الله كول ددوي بي زاي خوشحالي ددوي په غم به بدل شي سوك چي ١٦ كال نر غندي په ميدان دريدلي دي نور ١٦ كال هم انتظار كولي شي خو دوي ته نه تسليميژي. په ليبيا كي كله چي د جهاد مشر عمر مختار د ايتاليه فوجيانو لخوا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x