افغانستان

کابل: بهرنی خبریال، پولیسو وژلی دی

نن ټکی آسیا: د کابل امنیه قوماندانۍ یو لوړپوړی مقام وایي، چې نن د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر اکبر خان مېني په سېمه کې وژل شوی بهرنی خبریال د دوی پولیسو وژلی دی.

د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر جمهورنیوز ویب پاڼې ته ویلي، چې دغه بهرنی خبریال وروسته له هغې د پولیسو تر ډزو لاندې راغی، چې د هغوی اخطار او درېش ته یې اعتنا ونکړه.
په لومړنیو خبرونو کې ویل شوي ول، چې پر دغه خبریال باندې د لبناني هوټل سره خوا کې دوو ناڅرګندو وسلوالو چې په یوه کرولا موټر کې سپاره ول، ډزې کړي دي، چې بالاخره یې د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه او برید کوونکي له سېمي څخه په تېښته بریالي شوي.
ویل کېږي، چې یاد خبریال نیلس هارنر نومېده او په اصل کې يې د برتانیې هېواد تابعیت درلود او له یوه سویډني راډیو سره یې کار کاوه. چې دوې ورځې وړاندې کابل ته د یوه څېړنیز راپور د چمتو کولو او د انتخاباتو د خبري پوښښ لپاره راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x