fbpx
تکړه شاعر: جانان خدرخېل

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

چانه د ستړي ستړي ژوند کیسه نیمګړې پاتې
له چانه بیا د سپین مړوند کیسه نیمګړې پاتې

هغه چې لُوړه یې پرې کړې وه، هغه وهلی
ځکه پاچا نه د سوګند کیسه نیمګړې پاتې

د سپینو زاڼو کتارونه په دې لار نۀ راځي
او له کوچیانو د اېلبند کیسه نیمګړې پاتې

د بارودي لوګیو زهرو ځنګلونه وچ کړل
له ماشومتوبه هم د خوند کیسه نیمګړې پاتې

په داسې ځوږ کې د مشرانو کیسې څنګه واورو؟!
اې! لږ خو غلي شئ د پند کیسه نیمګړې پاتې

په ننګ او جنګ دې پوهوي لالیه! صبر وکړه
لا د ملالې د ‹‹میوند›› کیسه نیمګړې پاتې

چې پښتانۀ په منځ نیم شوي دي له هغه وخته
د بخـــــــارا او ثمـــرقنـــــد کیسه نیمګړې پاتې

اوس “خدرخېل” لېونی خپل څیرې ګرېوان ته ژاړي
ستا د پړوني د پیوند کیسه نیمګړې پاتې
ـــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۶/۲۲

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ajmal
میلمه
ajmal

ستاسو فعالیتونه او مطالب دیر په زره پوری دی