افغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې تر دې دمه په کراچۍ کې درې تمریني لوبې ګټلي دي

afghan-cricket-teamافغان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د پاکستان کراچۍ په ښار کې درې تمریني لوبې ترسره کړي او تر دې دمه یې درې واړه ګټلي دي.

نوموړې لوبډله د اسیايي هیوادونو د ۱۹ څخه کم عمره لوبغاړو کرکټ ایلیټ سیالۍ لپاره چمتوالی نیسي او د جنوري په ۲۷ نېټه به د کراچۍ ښار څخه د تایلینډ هیواد ته روانیږي.

افغان لوبډلې لومړۍ سیالۍ د راشد لطیف اکاډمۍ لوبډلې سره ترسره کړي و چې د راشد لوبډلې ته یې په ۱ ویکټه ماتې ورکړي و.

دویمه لوبه یې د کراچې د معلولونو لوبډلې سره ترسره کړې و چې هغوی ته یې هم ماتې ورکړه.

دریمه لوبه چې تېره ورځ و او د کراچۍ ډیفینس لوبډلې سره چې هغوی ته یې هم په ۶۷ منډو ماتې ورکړه.

د تیالینډ په هیواد کې چې کومه سیالۍ ترسره کېږي د نړیوال ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو سیالۍ ته چې په ۲۰۱۲ کې ترسره کیږي د اسیايي هیوادونو د لوبډلو د غوراوۍ پړاو دی.

په دې پړاو کې به د اسیا د ۱۰ لوبډلو څخه ۲ لوبډلې دویم پړوا ته لاره پیدا کوي، نوموړې دوه لوبډلې به په دویم پړاو کې د ټولو براعظمونو لوبډلې ګډون کوي، تر دې دمه ویل کیږي چې په هغې کې به ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او د هغې څخه به ۶ لوبډلې اخري پړوا ته لاره پیدا کوي.( دالف لوبډلې د روزونکې تاج ملک).

د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.