نظــر

انجينر صاحب حكمتيار ته د يوه حزبي مجاهد مشورې – لومړۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

قدرمنه مشره ! څو ورځې وړاندې مې په شهادت پاڼه كې د ” ملا محمد عمر آخوند ته د يوه طالب مشورې ” تر عنوان لاندې خپره شوې يوه ليكنه ترلاسه كړه چې لوستويې ديته وهڅولم چې زه هم بايد خپل امير ته د نوموړې ليكنې په رڼا كې څو مشورې وړاندې كړم د ليكنې مقدمه او بعضې نور تعبيرونه مې خوښ شول نو ځكه مې له هماغې ليكنې څخه را نسخه كړل اميد دى چې د محترم ليكونكي خوا به پرې بده نشي.

 زه ستاسې او د هر حزبي او مجاهد يو مخلص او صادق خواخوږى يم، د اسلام سر لوړي او د مجاهدينو بريا غواړم، پر هغه څه مي زړه درد كوي چي اسلام او مسلمانانو ته ئې تاوان رسېږي، پر الله باور وكړه چي دا ليكنه مي د زړه سوي له كبله ليكلې، كه زما مشورې دې ومنلې او په دې سره اسلام ته گټه ورسېده الله تعالى به ئې اجر راكړي، كه ودي نه منله ما به خپل ديني او ايماني مسئوليت اداء كړى وي، مشورې مي دا دي :

د مشرۍ لومړۍ تقاضاء دا ده چي مشر به د خپلو پلويانو په منځ كي وي او عملاً به د هغوى لارښوونه كوي، د هري لويي او وړې قضيې په اړه به هغوى ته لارښوونه كوي چي څه وكړي او كوم دريځ غوره كړي، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به په پنځه وخته لمونځونو كي د خپلو صحابه وو امامت كولو، هره جمعه به ئې هغوى ته مهمه خطبه درلوده او په هغې كي به ئې د اونۍ ټولي مهمي قضيې څېړلې او لازمي لارښووني به ئې ورته كولې، په جنگونو كي به د هغوى په خوا كي وو او عملاً به ئې د جنگ سوق او اداره په لاس كي وه، صحابه هر وخت توانېدل چي ده ته ورشي او خپلي پوښتني ترې وكړي، او ځواب ترلاسه كړي، كه به كومي مېرمني ته كومه پوښتنه راولاړه شوه نو مخامخ به د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) كور ته ورغله او خپله پوښتنه به ئې وكړه او ځواب به ئې ترلاسه كړ.

تقريبا تر شپاړ سو كلونو زياته موده كېږي چي تاسې له خپلو پلويانو څخه بېل پاته شوى یاست، هماغه  شپاړس كاله وړاندې چې مو كله د اسلامي امارت د مجاهدينو پر خلاف د شمالي ټلوالې قاتلانو او لنډه غرو سره لاس يو كړ او په نتيجه كې مو چارآسياب سروبي او بالآخره كابل هم له لاسه وركړ او تاسې د تنظيم د يو څو محدودو كسانو سره د شمالي ټلوالې او سفاكو مليشو په چاپيريال كې ميلمانه شوى او كله چې هغو عهدشكنو درسره وفا ونكړه نو د ګوتو په شمير يو څو ملګرو سره مو ايران ته هجرت وكړ، له هغې وروسته مو بيا خپلو افرادو ته نه د اختر لمونځ او خطبه وركړې او نه هم دجمعې، حال داچې دا هرڅه د مشرۍ لومړى تقاضاده، ايران ته له تګ څخه وروسته به مو د ميثاق ايثار پاڼې له لارې ليكنې خپرولې خو ستاسې هغو ليكنو درې ستونزې لرلې يو خو دا چې هغه وخت انټرنټ په افغانستان او پاكستان كې پراخه خدمات نه درلودل نو د ميثاق ايثار پاڼې محدوده شميره به ډير وخت وروسته ايله شمشتو كيمپ كې ډيرو كمو خلكو ته ورسيدې، دوهم دا چې په هغې ليكنو كې هم ستاسې لخوا د افرادو د تربيې روزنې او شرعي لارښونو په اړه ډير څه نه وو په اكثره ليكنو كې به مو خپلو تيرو سياسي اشتباهاتو ته له يوې بلې خوا د توجيه او مشروعيت لپاره داسې عقلي دلائل وړاندې كول چې له اوريدو څخه يې نور افغانان ستومانه شوي وو.

مشره !ستاسو د ليكنو دريمه لويه ستونزه داوه او ده چې پر ليكل شوو كتابونو مو د هيڅ معتمد عالم يا علمي مرجع تقريظ، تأييد نشته ترڅو خلكو ته د اعتماد وړ وګرځي، پدې خبره مو كيداى شي خاطر دروند شي خو دا يو حقيقت دى چې يوازې زمونږ په ټولنه كې نه بلكې په ټول اسلامي امت كې له خير القرون څخه تر ننه پورې د ټولو مسلمانانو په زړونو او ذهنونو كې دا خبره راسخه شوې چې شرعي علوم په شخصي مطالعه ترلاسه كول د زده كړې اصولي لاره نده او كه څوك يې پر خپل ذهانت حاصل كړي تر هغه وخته خلكو ته قابل د اعتماد نه دى ترڅو چې يو معتمد عالم دهغې تأييد نه وي كړى، د اسلامي امت د پيروانو په زړونو كې دا خبره بلا سبب او دليل نده راسخه شوې بلكې ډيرى شرعي نصوص پدې دلالت كوي لكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا فرمان : ” يَا أَيّهَا النَّاس تَعَلَّمُوا ، إِنَّمَا الْعِلْم بِالتَّعَلُّمِ ، وَالْفِقْه بِالتَّفَقُّهِ ، وَمَنْ يُرِدْ اللَّه بِهِ خَيْرًا يُفَقِّههُ فِي الدِّين ” عمر رضي الله عنه فرمايي: ” ألا إن الناس لم يزالوا بخير ما أتاهم العلم عن أكابرهم ” او د علم په زده كړه كې د صحابه كرامو روش، د مسائلو د فهم لپاره صرف فقيه صحابه كرامو ته رجوع كول، د خلفاوو راشدينو لخوا د فتوى او تدريس لپاره د فقيهو صحابه كرامو لكه عبادله رضي الله عنهم مقررول، او بيا د خير القرون له زمانې واخله تر نن ورځې شرعي علوم په شاګردى له معتمدو علماوو څخه د بالمشافهه د شاګردى په بڼه زده كول، او بيا نورو ته د تدريس او ليكنې له لارې د رسولو او خپرولو لپاره طالب علمانو ته اجازه او سند وركول، او ديته ورته ټولو حقائقو دا خبره د مسلمانانو په زړونو كې راسخه كړې، چې علم، فتوى، د شرعي مسئلو څيړنه، او كتاب د دوه كسانو قابل د اعتماد وي; يو هغه چې له كوم معتمد عالم او علمي ادارې څخه يې علم بالمشافهه او مباشر ترلاسه كړى وي، دوهم هغه كس چې كتاب وليكي او بيا د هغې د محتوياتو توثيق كوم معتمد متخصص عالم يا كومه مستنده علمي مرجع وكړي، په همدې طريقه د امت علماء له خيرالقرون څخه تر ننه ټينګار او توصيه كوي، خو متأسفانه چې ستاسې ليكنې او كتابونه په دې دواړو شروطو ندي برابر; د جهادي، او سياسي مصروفيت له كبله مو دا فرصت ندى ترلاسه كړى چې عيني فرض يعنې جهاد پريږدى او كفايي علوم له علماوو څخه په كومه تعليمي اداره كې زده كړى، اګركه په خصوصي توګه مو له علماوو څخه د علومو لوستلو ډير فرصتونه درلودل خو نه پوهيږم چې ولې مو استفاده ترې ونكړه، او دا چې دوهم شرط مو ولې نده پوره كړى دې پوښتنې ته زه هم د نورو په څير تعجب يم حال دا چې د شهرت او معرفت پر اساس كولى شى چې صرف د خپل هيواد په سطحه نه بلكې په ټول اسلامي امت كې له مشهورو علماوو او مشهورو علمي ادارو څخه خپل كتابونه او ليكنې را توثيق كړى، او په دې كار كې ادنى شرعي، منطقي او عرفي ممانعت نشته بلكې دا ټول ددې توصيه كوي چې دا كار بايد وشي. كه دا كار مو كړى واى او يايې اوس وكړى نو د خپلو كتابونو او ليكنو په اړه به دوه لاس ته راوړنې ولرى، اول داچې كتابونه به مو له موجوده بعضې علمي اشتباهاتو، شاذو آراؤ او كمزوريو څخه پاك شي، ځكه چې علماء خو به په پټو سترګو ستاسو كتابونو نه توثيقوي بلكې لولي به يې او په دې سره به ستاسې په علم كې هم اضافه وشي، او هم به مو په بعضو سياسي تګ لارو كې مثبت بدلون راشي كوم چې به د حزب اسلامي، ستاسې او هيواد لپاره ډير ګټور تمام شي،  دوهمه لويه لاسته راوړنه به دا وي چې كتابونو به مو په هيواد كې په پراخه توګه لوستونكي او مينه وال پيدا كړي، اوس مهال خو ستاسې د كتابونو لوستونكي د هيواد په سطحه په فيصدى كې نه راځي خصوصا په فقهي او شرعي مسائلو ليكل شوي كتابونه، دا مبالغه نده حقيقت دى، كه زما په خبره مو يقين نه راځي نو په خپل چاپيريال كې له خپلو نژدې پيروانو او خپلوانو څخه پوښتنه وكړئ چې هغوى ستاسې تفسير او حكمت الباري څومره مطالعه كړى، له مشر زوى چې طالب العلم دى او تخصص يې هم په شرعي علومو كې دى له هغه پوښتنه وكړئ چې هغه ستاسو تفسير څومره مطالعه كړى، په بازار كې له كتاب پلورنكو نه پوښتنه وكړئ، چې ستاسو تفسير د شيخ القرآن مولويصاحب سلطان عزيز رحمه الله د تفسير عزيز التفاسير او شيخ القرآن عبدالسلام رستمي صاحب د تفسير په نسبت څومره مشتريان لري، حال دا چې د روانې پښتو او آسانه تعبير له نظره ستاسو تفسير بايد زيات مينه وال درلودى خو خلك د تعبير او ژبې روانتيا په نسبت علمي اعتماد ته زيات اعتبار وركوي.

مشره ! زما له پورته خبرو څخه دا برداشت ونكړئ چې ګويا علماء د دين احتكار او ايجاره داري كوي او عامه خلك نه پريږدي چې دين ولولي او زده يې كړي، نه هر ګز دا خبره نده هيڅوك دا حق نه لري چې ددين له مطالعې او زده كړې څخه خلك منعه كړي، خو ددين زده كړه او مطالعه ځان ته قضيه ده او خپل علمي معلومات او پر هغې مبني آراء خلكو ته د ديني مرجع په طور وړاندې كول ځان ته، علم به هرڅوك د خپل وس مطابق له مشروعو لارو څخه اخلي خو نورو ته يې چې كله د هدايت لارښونې او روحاني درملنې لپاره د مرجع په طور وړاندې كوي نو بيا يې توثيق له كومې علمي مرجع څخه لازمي ګڼل كيږي، او دا معامله خو په ټول جهان كې د ټولو علومو په اړوند ترسره كيږي، ګورئ په عصري علومو كې هر انسان ددې حق لري چې په خپله شخصي مطالعه طب، انجينري، زراعت وغيره ولولي، خو هيڅوك دا حق نه لري چې د طب په اړه د شخصي مطالعې څخه وروسته د خلكو د درملنې لپاره كلينك جوړ كړي، كه دا كار كول وغواړي نو د دنيا په ټولو نظامونو او ټولونو كې قانونا دا ډاكټر مكلف دى چې لومړى د خپل طبي علم او زده كړې سند وړاندې كړي، او كه بدون له ترخيص څخه څوك كلينك خلاص كړي او وروسته معلومه شي چې فلان ډاكټر طبي سند نه لري نو هغه د نظامونو لخوا په جنايي محكمو كې مجازات كيږي اګر كه ده به د خپل ذهانت او تجربې پر اساس د زرګونو مريضانو علاج كړى وي، كه په سلګونو مريضان ددې ګواهي وركړي چې مونږ ددې ډاكټر په درملنه او دوا سره روغ شوي يو بيا هم دا ډاكټر حق نه لري چې نور دخلكو درملنه وكړي، حتى په عصري علومو كې خو كه بې سنده ډاكټر ځان د متخصصو ډاكټرانو پر وړاندې عرضه هم كړي او ووايي چې راشئ له ما څخه امتحان واخلئ كه مې درست جواب ورنكړو نو بيا مې منعه كړئ، خو دا هيڅ دليل يې نه اوريدل كيږي، البته كه بې سنده ډاكټر كوم طبي كتاب ليكلى وي او بيا هغه له كوم طبي علمي اكاډومۍ څخه را تصديق كړي نو كتاب بيا خلكو ته د لوستلو او طبي مرجع په طور وړاندې كولى شي، كنه نو داسې كتاب خپرول هم بيا قانوني جرم ګڼل كيږي. په اسلامي نړۍ كې نن په بعضې ديني علومو كې د عصري علومو  په سلګونه متخصصين ليكنې كوي خو يو به هم داسې ونه ګورى چې خپله ليكنه له كوم ديني علمي مراجع څخه را تصديق نه كړي او كه احيانا څوك دا كار وكړي نو بيا يې نتيجه دا وي چې هغه كتاب او ليكنه د كاتب او ليكوال تر شخصي مكتبې محدوده پاتې شي او بس، نور د هغه كتاب او ليكنه د اسلامي امت وګړي هغه د ديني معتمد مرجع په څير نه مطالعه كوي او نه يې تدريس كوي.       

مشره ! د پر له پسې ډول ډول سياسي ائتلافونو څخه وروسته چې ټول په ناكامۍ تمام شول د حزب اسلامي غړو له تاسو څخه دا طمعه درلوده چې نور به تاسې خپلو اشتباهاتو ته متوجه شوي ياست او له ځان سره به مو په پوره اخلاص د ماضي محاسبه كړي وي او د هغې په رڼا كې به د حزب اسلامي غښتلي او تجربه كار علمي شخصيتونه پر ځان راټول كړى او د حزب اسلامي هغه پخواني سياست پوه علمي شخصيتونه به هم بيرته را پخولا كړى كوم چې په تيره موده كې له حزب څخه په دې دليل وتلي وو چې د حزب مشر د رأيې استبداد لري او د تنظيم د وګړو علمي سويه جهادي او سياسي تجربه په نظر كې نه نيسي يا ورسره د سره مشوره نه كوي او چې مشورې ته كيښني نو بيا د هغوى مشوره نه اخيستل كيږي او حرف آخر د امير فيصله ګڼل كيږي، د حزب غړو ستاسې څخه دا انتظار درلود چې د پورته ذكر شوو شخصياتو سره د مشورو په تنيجه كې به د تنظيم او د هغه د مشرتابه درست او شرعي مواقف تأييد او اشتباهات به يې پر ګوته شي، ترڅو د حزب اسلامي د راتلونكي لپاره مشال وګرځي، د حزب نوې تنظيم سازي به ترسره شي او د حالاتو مطابق، د اسلامي شرعي سياست په رڼا كې، د علماوو تر سر پرستۍ لاندې به تنظيم ته نوې واضحه تګ لاره اختيار كړاى شي، متأسفانه چې تاسې د حزب اسلامي د غړو دا يوه هيله هم ترسره نكړه او په ايران كې د يو څو افرادو سره اوږده موده پاتې شوى، په پاكستان او افغانستان كې مو خپلو افرادو ته هيڅ تربوي علمي او سياسي برنامه ورنكړه ټول مو خپل سر ته پريښودل صرف په پاكستان كې د حزب د دفاترو په نوم مو يو تشكيل درلود چې د ټولو امكاناتو باوجود هغې لوى مصروفيت د شمشتو محدود چاپيريال اداره كول وو، اى كاش هغه يې هم نظر د حزب اسلامي كدر او وسائلو ته درست اداره كړى واي، خو بيا هم لله الحمد د بعضو مخلصو كدرونو په كوششونو د شمشتو چاپيريال، مكاتب، مدارس او مساجد تر ډيره حده له ړنګيدو څخه وساتل شول.

مشره ! ستا ددې اوږده غياب او خپلو غړو ته د يوې سليمې برنامې د نشتوالي له امله د حزب اسلامي اكثره غړي تيت شول، له فعاله غړو څخه يوه ډله مخلص غړي چې مرام يې د اسلامي نظام قيام وو او د اسلامي امارت په نظام يې قناعت حاصل شوى وو هغوى د امارت اسلامي له ليكو سره په اخلاص يو ځاى شول، او تر ټولو بريمنه ډله همدا وله ځكه چې وروسته د شپې او ورځې په څير راتلونكو فتنو كې تر ټولو زياته همدا ډله خوندي پاتې شوه، يوه محدوده ډله چې د حزب اسلامي شتمنۍ يې په لاس كې درلودې د حزب له شتمنيو سره قبرص، هالنډ او د اوروپا نورو دولتونو ته لاړل بعضې سياسي او نظامي څيرې چې بغير له قدرت چوكۍ او القابو څخه يې ګزاره نه كيدله او د اسلامي امارت څخه يې هم سخته كركه درلوده هغوى لاړل د شمالي ټلوالې له قاچاقبرانو سره يو ځاى شول، او د حزب اسلامي پاتې غړي چې اكثره يې اسلام جهاد او هيواد ته مخلص ول خو د سختو اقتصادي او اجتماعي مشكلاتو سره مشت او ګريبان ول هغوى د الله په وسيعه ځمكه كې د حلال رزق، با عزته او هوسا ژوند په لټه كې شول.

د يولسم سيبتمبر له واقعاتو څخه وروسته چې كله صليبي اتحاديانو زمونږ پر ګران هيواد يرغل وكړو او په مقابل كې يې د هيواد او اسلامي امت مجاهدينو د اسلامي امارت تر قيادت لاندې د جهاد اعلان وكړ او ستاسې لخوا هم لله الحمد د جهاد اعلان وشو چې په اوريدو يې د اسلامي امت خصوصا د حزب اسلامي د مخلصو بې تعصبه مجاهدينو زړونه خوشحاله شول، خو متأسفانه چې د حزب اسلامي په ليكو كې جهاد كولو ته صرف د ګوتو په شمير هغه نوي ځوانان چې د تير مبارك جهاد خوند او له هغې وروسته د شومو ائتلافونو تريخوالى يې نه وو څكلى تيار شول، الله د د هغوى دا قرباني قبوله كړي، پاتې لوى شمير ځوانان بيا ډلې ډلې د اسلامي امارت او د هغې تر قيادت لاندې نورو مهاجرو مجاهدينو سره يو ځاى شول، د حزب اسلامي د پخواني جهاد مشران غړي چاچې جهاد كول غوښتل او يايې وس درلود هغوى هم قاطع اكثريت د اسلامي امارت سره يو ځاى شول، د حزب عام غړي چاچې د اقتصادي او اجتماعي مشكلاتو له كبله په عملي جهاد كې د اشتراك وس نه درلود هغوى بيا بلا تفريق د مجاهدينو انصار جوړ شول، خو په تأسف سره بايد ووايم چې د حزب اسلامي په ليكو كې جهاد ته د پخواني جهاد مشهوره با تجربه قومندانانو له جملې څخه يوازې كشمير خان تيار شو او بس; نور د حزب اسلامي مشهور نظامي قومندانان سياسي غړي حتى مشهور علماء د ګوډاګي نظام سره يو ځاى شول، دا ځكه چې له خپلو اتباعو اوږد غيابت همداسې ستونزي راولاړوي، قرآن كريم وايي: موسى (عليه اسلام) څلوېښت ورځي له خپل امت لري پاته شو چي په نتيجه كي ئې د بني اسرائيلو په ليكو كي سامري راپيدا شو او هغه له خداى پالو بني اسرائيلو سخوندر پال جوړ كړل چي د بت په وړاندي په اعتكاف كښېناستل، باور وكړه چي د حزبيانو په ليكو كي ډېر سامريان راپيدا شول.

 د بون په بدمرغه او د غلامۍ او وطن پلورنې په تاريخ كې تر ټولو بدنامه غونډه كې د حزب اسلامي مشهوره څيرې د جرير يعنې ستاسې د زوم په مشرى د غونډې يوه برخه او جهت تمثيلولو، په هيواد كې د اشغال تر سیوري لاندې د اشغالګرو په خيمو كې د اضطراري او لويو جرګو تر عنوان لاندې قلابي غونډو يوه لويه برخه هم د حزب اسلامي غړو تشكيلوله، د ګوډاګي او اشغالګر نظام په لوړو اداري او نظامي تشكيلاتو كې د حزب اسلامي غړي ځاى پر ځاى شول دا په داسې حال كې چې يو هم نه له حزب څخه ځان بهر ګڼي او نه هم تاسې هغوى په نوم اخيستو سره له حزبه ايستلي اعلان كړل همدا وجه ده چې هغوى اوس هم ځان ته حزبيان وايي او د حزب هماغه شين بيرغ په خپلو دفاترو او كورونو كې را ځوړنده وي، د داسې عناصرو لړليك دومره اوږد دى چې پدې مختصره ليكنه كې يې ځاى پر ځاى كول محال دي، او عيان ته څه بيان تاسې ته زما نه ښه معلوم دي، د بيلګې په ډول يو څو اشخاص دريادوم د حكومت په اوسنۍ دوره كې ارغنديوال، ډاكټر فاروق وردګ د وزارت پر مقام او د حزب اسلامي د تير جهاد فخر او د شمال زون ستر قوماندان جمعه خان همددر د پكتيا ولايت پر مقام، مولوي لودين د حزب اسلامي علمي شخصيت د ننګرهار ولايت پر مقام، نبيل د امنيت ملي بد نام وحشي رياست پر مقام قرار لري، له دې څخه علاوه په نظامي تشكيلاتو كې د مركز، ولاياتو او ولسواليو په سطحه خو د حزب اسلامي غړي، د ملي اردو، پوليسو، امنيت ملي په ليكو كې له شميره وتلي دي، د هيواد په هغه مناطقو كې چې د اربكيانو بدنام تشكيلات وجود لري متأسفانه چې د هغو په رأس كې هم اكثره د حزب غړي وجود لري، چې په غزني كې د اندړو او په نورستان كې د كامديش بدنام اربكيان شهرت لري.        

قدرمنه مشره ! ريښتيا هم چې له خپلو اتباعو اوږد غيابت ډېرې ستونزي راولاړوي، تاسې له اوږدې مودې راهيسې له هيچا سره نه دي ليدلي، هيچا ته دې د ليك له لاري هم كومه لارښوونه نه ده كړې، نه مو ستا كومه داسې تربوي تعليمي ليكنه ، نه كومه صوتي او تصويري وينا، نه كوم پيغام ليدلى كوم چې د حزب اسلامي د افرادو د تربيت او روزنې سبب شي، هغوى ته د عقيدې لوى لوى ابواب لكه ولاء او براء، د اشغالګرو سره د كار او مرستې او په غربي ډيموكراسي سياسي نظام كې د اشتراك كولو شرعي حيثيت پكې بيان شوى وي، اكثره ويناوې او بيانونه مو سياسي وي كوم چې ستاسو په خپلو قناعتونو او عقلي دلائلو ولاړ وي د هغو د تأييد لپاره نه پر جيدو علماوو مبني كومه شورى لرى او نه هم د سياسي او نظامي شخصيتونو څخه جوړه كومه شورى او كميټه، طرحې خپله جوړه وى، خپله يې اعلانوى، په يوه سياسي طرحه مو هم نه د كوم جيد عالم امضاء وي او نه هم د كوم منل شوي سياسي شخصيت، د سياسي چارو مشر مو خپل زوم غيرت بهير ټاكلى چې د مشاروت لپاره نه كومه سياسي شورى لري او نه هم دى خپله كوم شرعي او سياسي لوړ تعليمات، د علماوو په نوم خو داسې مقتدره شورى د سره وجود نه لري چې هره سياسي طرحه او موقف د هغوى پر تأييد او امضاء مشروط وي، حال دا چې په اسلامي نړۍ كې به هيڅ داسې جهادي ډله بيا نه مومې چې د تنظيم د سياسي او نظامي تصاميمو د نظارت لپاره په جيدو او حق ګويه علماوو مشتمله يوه مقتدره شرعي لجنة او كمسيون ونه لري. مونږ د جمعيت علماء په نوم د بيچاره محترمو مولويصاحبانو يو دفتر په شمشتو كې لرو چې له ډيره وخته يې مشري د قاريصاحب ….. په سر وه چاچې د حزب د علماوو د مشرۍ تر څنګ تر ډيره وخته په ننګرهار كې د كرزي ادارې د مولويصاحبانو په شورى كې هم عضويت درلود، هغه بيچاره هم د علم او شخصيت له نظره دومره كمزورى وو چې د امريكايانو له راتک څخه يې وروسته په جلال آباد كې د حزب اسلامي په يوه غونډه كې وينا والو ته د خپلې وينا په ترڅ كې ووېل ” له انګريزانو څخه د ډوډۍ ګټلو طريقه زده كړئ ” د نوموړې وينا انځور تر اوسه شته كيداى شي درته رسيدلى وي، د نوموړي دې وينا په شمشتو كیمپ كې د ځوانانو خصوصا محصلينو احساسات راوپارول تردې چې د ليسې په يوه پروګرام كې د وينا پر مهال يوه محصل د نومړي مولويصاحب په حضور كې غير مباشر دا خبره وكړه چې افسوس نن مونږ ته زمونږ علماء دا توصيه كوي چې له انګريزانو څخه د ډوډۍ او رزق ګټلو طريقه زده كړئ نو زه محترم مولوي صاحب ته وايم چې انګريزان خو بې ادبي د معاف وي پر خپل ناموس، شرابو، قمار او سود خپله ډوډۍ او رزق پيدا كوي، د محصل دې وينا نوموړى مولويصاحب او د شمشتو بعضې نور مشران خفه او غوسه كړل چې تاسې ټول بې ادبان ياست، پر يو بل حساس موقف كې چې كله په هيواد كې د اول ځل انتخابات ترسره كيدل نو د قرار له مخې د مهاجرينو لپاره د ټاكنو يو دفتر په شمشتو كې هم جوړيدو، د شمشتو مهاجرينو چې اكثره د حزب اسلامي پلويان ول رايې نه وركولې خو د امريكا او پاكستان فشار وو نو پدې مشوره كيده چې د نارينه وو لپاره د دفتر جوړ شي كه چا رايه وركوله د هغو خپل كار دى خو ښځو ته يې نشو جوړوى، د علماوو نوموړي قدرمن مشر يوه نادره او ډيره كمزورې خبره وكړه او ويې وېل چې ښځو ته هم اجازه وركړئ تر څو امريكايانو ته ثابته كړو چې مونږ يې پر ښځو هم درنه وړى شو، پدې كې د حزب يو سپينګيري سليم الفطرت عام وګړي په غوسه ورته ووېيل چې زمونږ دومره بې غيرتي او …. نده زده زه درنه لاړم چې څوك يې پر ښځو ورسره معلوموي هلته د ورشي دا د پتمنو كلى دى، نو دا زمونږ د جمعيت علماوو د مشر شخصيت وو، داسې عالم به څنګه د خپل امير د سياسي مواقفو شرعي مراقبت وكړاى شي؟!! داسې نه وه چې په حزب اسلامي كې د جيدو حق ګويه علماوو قحطي وه، داسې ښكاريده چې دې كار ته چندان اهميت نه وركول كيدو، كه مونږ په شمشتو كې د جيدو علماوو يوه مقتدره او فعاله شورى د يو قوي شخصيت درلودونكي عالم په لاس كې واى او د افرادو شرعي روزنه او مراقبه هم ددوى پر لاس كې واى ولې به مو د حزب اسلامي په سلګونو غړي د اشغال په نظام ور دننه كيدل او د حزب او خپلو كورنيو لپاره به تل پاتې عار جوړيدل. د علماوو ياد شوى دفتر خو صرف د شمشتو كمپ په محدوده كې د خلكو لپاره د بعضو فقهي فتواګانو لپاره مرجع وو او بس، حتى د امر بالمعروف او نهي عن المنكر او تحريض على الجهاد كار هم د پوهنتون محصلينو په سر اخيستى وو چې هر چا به دا طعنه وركوله چې تاسې خو څه علماء نه ياست دا كار د علماوو دى.

مشره ! د الله لپاره وواياست چې آيا تاسې د علماوو داسې مقتدره شرعي شورى لرى كومه چې د حزب اسلامي سياسي پريكړې او مواقف و څاري او له اعلان څخه وړاندې د هغوى تأييد او فتوى او امضاء پكې شرط وي؟ كه وجود ولري دا شورى چرته ده ؟ مشري يې د چا په غاړه ده؟ او ستاسې په كومه سياسي طرحه ددوى امضاء او مهر او د تأييد بيان شته ؟ مونږ خو چرته هم ستاسې په كومه سياسي طرحه د علماوو د تأييد تحريري صوتي او ويډيويي بيان ونه ليدو!

قدرمنه مشره ! د علماوو له سر پرستۍ پرته مو څنګه دومره لوى كار ته اوږه وركړې؟ د شرعي رقابت پرته سياسي مواقف او تصاميم نيول ډيرې بدې پايلې لري. د سياسي چارو لپاره تاسې كومه شورى لرى ؟ كه وي له بهير څخه علاوه يې غړي څوك دي؟؟

له هر سياسي تصميم څخه وروسته رسنیو ته اعلاميه ليږى چې د حزب اسلامي اجرائيه شورى دا پريكړه وكړه…! نه پوهيږم چې دا اجرائيه شورى چرته دائره شوه د حزب مركزي مقر خو شمشتو دى، هلته خو مونږ اوسيږو، او له هرې وړې زړې خبريږو، ستاسې اجرائيه شورى چرته او غړي يې څوك دي؟؟  كه مراد مو هغه اجرائيه شورى وي چې څو كاله وړاندې جوړه شوې وه، د هغې څخه خو ډير كم غړي وجود لري، پاتې اكثريت غړي خو يې په كابل كې په نظام او سياسي فعاليتونو مصروف دي.

قدرمنه مشره ! كه غواړې چې له حزب اسلامي څخه غښتلى په اسلامي اصولو او په ټولو كړو وړو كې د شريعت او فقهې تابع داسې ګوند جوړ كړى چې د اسلامي امت په درد وخوري او د اسلامي خلافت په جوړولو كې رغنده ونډه واخلي نو د زړه له اخلاصه يو څو نورې مشورې دركوم :

1-    كه تاسې امنيتي مشكل لرى نو ځان ته يو داسې قوي، عالم او حكيم نائب و ټاكئ كوم چې ستا ښه نيابت وكړاى شي او بيا صلاحيت هم وركړئ تر څو ستاسې په غياب كې د تنظيم غړي بيا له پورته بيان شوي ناورين سره مخ نشي.

2-    د هيواد له لويو جيدو منل شوو علماوو څخه داسې مقتدره شورى جوړه كړئ چې په افغانستان كې د مروجه ديني مدارسو او علومو څخه فارغ شوي علماء هم پكې عضويت ولري او د اسلامي پوهنتونونو څخه په شرعي تخصصاتو كې د لوړو زده كړو علماء هم، او بيا هيڅ سياسي او نظامي طرحه ددې شورى له پريكړې پرته بايد اعلان او عملي نشي.

3-    د اسلامي امارت سره د يو والي لپاره د خبرو اترو ناستو صلاحيت هم بايد د علماوو له شورى سره وي ځكه علماء په خپلو كې نسبت نورو طبقاتو ته زر تفاهم ته رسيږي، د اسلامي امارت سره د اسلامي نظام په تفاصيلو، اسلامي اساسي قانون په جوړونه د زعامت د ټاكنې په څرنګوالي او ديته ورته مهمو مسائلو د حل او فصل دنده هم بايد د علماوو شورى په غاړه واخلي، داسې مسيري جزري او مهم مسائل د كتاب او مقالو په ليكلو او خپرولو نه حل كيږي او نه له ځوانانو او نظامي او سياسي خلكو څخه جوړ وفدونه دا كار حل كولى شي، زما د معلوماتو مطابق د حزب اسلامي  او امارت اسلامي د علماوو شورى ګانې تر اوسه د كومې مشخصې قضيې د حل لپاره ندي سره ناستې، تر اوسه چې پدې لړ كې څومره كوششونه شوي هغه ټول د هيواد په سطحه غير معروفو ځوانانو او اشخاصو په واسطه شوي، چې دداسې مهم كار لپاره پدې ډول هڅې په عدم جديت دلالت كوي او مطلوبه نتائج لاس ته نشي راوړى.  

4-    د حزب اسلامي غړي په يوه عقيده، فقهه، او سياسي ثقافت وروزئ او دا كار هم د علماوو له لارې تر سره كړئ، سواد اعظم هيڅ په درد نخوري چې د پيسو او امتيازاتو پر وخت درسره وي او د ابتلاءاتو پر مهال درنه تښتي، دا حقيقت خو به له مونږ څخه تاسې ته ښه جوت شوى وي، نن د افغانستان، پاكستان او امريكا جيلونه د اسلامي امارت او د هغوى تر بيعت لاندې تنظيمونو د زرګونه اسيرو مجاهدينو څخه ډك دي چې پكې ستر ستر علماء، امراء، كدرونه او ځوانان موجود دي، په زرګونه شهيدان يې تقديم كړل چې پكې د هيواد او امت ډير لوى لوى شخصيتونه موجود دي، د استشهاديانو تعداد يې صرف زمونږ په هيواد كې له زرو څخه واوښت، پدې تير ديارلس كلن جهاد كې دقربانيو په دې اوږد فهرست كې زمونږ د حزب اسلامي برخه څومره ده ؟؟؟ څومره علماء او لوى او مشهور قومندانان مو جيلونو ته تلي؟! تر اوسه مو څو كسه لوى او مشهور علماء او قومندانان په شهادت رسيدلي؟!! ډيره د تعجب وړ خبره به نوي چې د شهيدانو او بنديانو په دې لړ كې د دريو علماوو او قومندانانو نومونه هم وړاندې نه كړى شو!!!  په جهادي مقاومت كې خو د پنځوس فيصده برخې دعوې لرو خو تش په دعوو خو څه نه كيږي، ددې معنا هر ګز دا نده چې مونږ د حزب اسلامي هغه ګرانو شهيدانو قرباني له نظره غورځوو چاچې پدې جهاد كې خپل ځانونه قربان كړل، بلكې خبره د مقايسې او مقارنې ده، اصل سبب ته ستاسې توجه را ګرځول غواړم او هغه داچې قربانۍ ته انسان د كلكې عقيدوي او ايماني روزنې په نتيجه كې تياريږي نه د افرادي قوت او ظاهري نظم ضبط او مادياتو په نتيجه كې، نن زمونږ د حزب اكثره غړي دا خبره كوي چې د افغانستان اكثره خلك له حزب سره دي خو اوس حزب ماديات او پيسې نه لري، زه وايم چې په هغه غړو د ټكه راولويږي چې د مادياتو لپاره زمونږ سره وي او په سختيو كې يا په كور ناست وي يا له اغيار سره وي، دا خو بيا جهادي تنظيم نشو عوامي تحريك شو.

5-    قدرمنه مشره ! په حزب اسلامي كې د امير اطاعت له صفر سره ضرب دى، د شواهدو او دلائلو ضرورت نشته هر څه له مانه تاسې ته ښه جوت دي، دا چې د كابل د ګوډاګي نظام يوه لويه برخه د حزبي اسلامي غړي تشكيلوي، دا چې د قربانيو په صف كې تر ټولو شاته يو، دا هرڅه دامير په بې اطاعتۍ دلالت كوي، او دا كمی له مسلسلې روزنې پرته نه پوره كيږي. د اسلامي امارت غړو ته خو تاسې په خپلو ليكنو كې هر وخت دا پيغورونه وركوئ چې امير مو يو ليكلى كتاب نه لري او يو ويډيويي پيغام نه لري چې زه يې وګورم او پرې مطمئن شم چې آيا په ده كې د رهبريت او قيادت صلاحيت شته او كنه؟؟ خو ديته مو پام نه دى چې قيادت او رهبري تش د كتابونو په تأليف او د ويډيويي پيغامونو په خپرولو نه كيږي، د قيادت لپاره له اسلام څخه وروسته تر ټولو لوى او جوهري صفت په افرادو كې د امير او قائد تأثير، احترام، باور او د هغه سمعه او اطاعت دى، دا چې په احاديثو كې د خليفه لپاره د قريشيت صفت ذكر شوى علت يې شايد دا وو چې د قريشو د محبوبيت، اصالت او اوږدې قيادي تجربې او صفت له كبله عرب د قريشو پر موجوديت كې د بلې قبيلې اطاعت نه كولو، همدا خبره د سقيفه په ورځ حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه په صراحت سره وكړه ” ولن تعترف العرب ولا تصلح إلا على رجل من قريش”.  دا نن چې ستاسې ليكل شوي آثار له سلو څخه اوښتي ستاسې دې علمي خدمت د حزب افراد څومره ستاسې اطاعت ته نور هم منقاد او مطيع كړي؟! خپل سرۍ خو هماغسې روانې دي، تر څنګ مو صرف د حزب هغه غړي پاتې دي چا ته مو چې كوم منصب وركړى، نور خو يې هر كس ځان ته ګزه وي، حتى د كورنۍ وګړي مو چې د حزب كلك غړى هم دي در څخه تللي، وروڼه او ورېرونه مو چرته دي …؟؟ د كورنۍ څومره غړي مو په عملي جهاد كې ستاسې په قيادت كې برخه  لري؟؟؟ دا هرڅه پدې مه ورحمل كوئ چې تلي حزبيان ټول بې لارې او سست عنصره ول، الله شاهد دى چې ډير په اسلام، جهاد او هيواد زړه سواندي او پوهه كسان در څخه تللي، په تنظيم كې بعضې بې عدالتۍ، احتكار او استبداد د رأيې ددې سبب شول چې مخلص ملګري درنه جلا شي، ستاسې ورور او وراره په شمشتو كې له ډيرې مودې څخه پيژنو هيڅ بيلاري او خيانت مو نوو ترې ليدلى، وراره مو له دريو كلنونو څخه زياته موده د باګرام په زندان كې تيره كړه، غربت او فقر ديته مجبور كړل چې د كرزي د پخولاينې ادارې ته تسليم شي اګركه دا شرعي دليل نشي كيداى خو بيا هم انسان بې عدالتي او محروميت ډيرو بدو ته مجبوروي، هغه به څنګه له حزبه څخه نه تلل چې ستاسې يو زوم د حزب په پيسو په قبرص كې مجلل كور، موټر او هوسا ژوند لري او بل په اسلام آباد كې او هغه بيچاره په شمشتو كې د سي ډيانو يوې غرفګۍ ته ناست وو.

د اسلامي امارت مشر يو ليكلى كتاب نه لري، خو له يرې يې افراد په كورونو كې هم له احكامو څخه سرغړونه نشي كولى، له امير څخه نه يريږي، له الله څخه يريږي د هغوى له اوامرو څخه سرغړونه او بې اطاعتي جرم او ګناه ورته ښكاري، د امارت د لائحې څخه چې څوك سرغړونه وكړي كه هر څومره مقتدر وي، سياسي او نظامي قدرت ولري او يا هم سابقه ولري، د امير المؤمنين په يوه فرمان سره د صفر سره ضرب شي او په كور كښيني، ددې عظيم صفت ډيرې بيلګې وجود لري چې د مولوي معتصم آغاجان بيلګه يې آخرينۍ ده، په نظامي ډګر كې د لويو جبهاتو او ډلګيو مشرانو څخه چې كله شكايت وشي د نظامي كمسيون په يوه فرمان له دندې ګوښه شي بيا يې چې ټوله قبيله تر شا ودريږي فعاليت نشي كولى بلكې د سره يې شاته څوك دريږي نه; ځكه دا ګناه ورته ښكاري. زرداد، قلم، چمن او ديته ورته بد كرداره شوكه مارو قومندانانو زمونږ اسلامي حزب او ستاسې شخصيت ته څومره صدمه ورسوله، د څومره مظلومانو ښيراوې او آهونه مو پر ځان پسې كړل چې له هغې وروسته مو تر ننه بيا ښه ورځ په نصيب نشوه، زما پوره يقين، باور او مشاهده ده چې ستاسې په شمول د حزب اسلامي هيڅ با شعوره مسلمان مجاهد پدې راضي نه وو، خو په حزب كې د امير اطاعت دومره كمزورى وو او اوس هم دى، چې ستاسې خبره او امر يې نه منلو، او تاسې په هغه وخت كې اشد ضرورت ورته درلود او لرې كولى مو نشو ځكه ټول افراد حتى قبيله ورسره جلا كيدله، اګر كه دا په هيڅ صورت او دليل جواز نشي جوړيداى، داسې خود سره قومندانانو به په ډاګه وېلې تهديدات مه كوئ كه نه نو بل تنظيم ته ځو.

مشره ! دا هغه حقائق دي چې تاسې ته يې ستاسې د چاپيريال ملګري نه وايي، خو مونږ يې سر په سترګو ګورو. په هيواد كې مو د آته څلويښت څخه د زياتو دولتونو استخباراتي كړۍ كار كوي له ديارلس كاله مسلسل كوششونو او لكونو ډالرو مصرفولو او ټولو تهديداتو او مغرياتو سربيره دښمنان تر اوسه پدې برلاسي نشول چې د امارت اسلامي څخه يوه وړه ډله را جلا كړي او بيا يې په سياسي او نظامي ډكر كې د امارت پر خلاف يا اقلا د هغوى ترڅنګ فعاله كړي، دا د الله له فضل وروسته د قيادت او رهبريت صلاحيت او د افرادو روزنه او عالي ظرفيت نده نو څه دي!!

له بلې خوا پدې كمه موده كې ستاسې له دومره علمي ليكنو صوتي او ويډيويي بيانونو سربيره حزب پر څو ټوټو وويشل شو؟؟؟ او لا هم دا لړۍ روانه ده.  

له دې ټولو حقائقو سره هم بيا تاسې او زمونږ د حزب بعضې غړي د اسلامي امارت مشر ته كم علمه، او افرادو ته يې جاهل وايى، او د شهادت پاڼې له وروستيو ګڼو څخه په يوه ګڼه كې خو دومره له حق مروئت او نزاكت څخه تجاوز شوى وو چې په لوستويې له شرمه زما سترګې ټيټې او تندى خولې شو او هغه داچې د ” پام كوئ؛ لكړه د ړانده لاس ته ورغلې!! تر عنوان لاندې ليكنه كې د طالبانو په اړه داسې بې انصافه تبصره شوې وه چې په لوستويې د هر با نزاكته او پوه انسان تندى له خجالته خولې كيږي او داسې تبصره خو سر چوك چټان كولى شي خو د يوه اسلامي جهادي تنظيم رسمي پاڼه يې نشي خپرولى!! د بيلګې په څیر يې يو څو كرښې درته عرض كوم  “… چټو طالبانو به په جومات كي گډا پيل كړه، يوه به له دلوي او منگي تبله جوړه كړې وه او نور به ورته گډېدل….. همدا د طالبانو د اقتدار په وخت كي د دوى ستر ستر قومندانان شول، ..،”. سبحان الله، علماوو او د امت امامت او قيادت كونكو ته څنګه دومره سپك نظر كوى!! كه په نور هيڅ ورته د حسد او كبر له وجې قائل نشو پدې خو بايد ورته قائل شو چې مجاهدين دي ..” وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (95)النساء.

—————————————————— نور بيا

يادونه : له قدرمنو لوستونكو څخه كلكه هيله لرم چې د مضمون د محتوى په تأييد يا مخالفت كې كه كوم ورور خپله تبصره ثبت كول غواړي نو اخلاص، اسلامي اخلاق، او افغاني نزاكتونه به په نظر كې نيسي. و جزاكم الله خيرا   
 

———-

ليكونكى : عبدالصمد مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x