غور د داعش مرکز، هغه خوب چې بې تعبیره شو

حبیب مجاهد

غور د افغانستان مرکزي ولایت دی چې نږدې ټوله اراضي یې له دنګو غرونو، پیچلو درو او ناهموارو سیمو څخه جوړه ده. غور چې د غوري شاهانو پلازمینه وه تاریخي قدامت یې هم د توجه وړ دی. ښایي د غور همدا تاریخي مخینه او ستراتیژیک اهمیت به و چې دداعش مشرتابه په دې سیمه کې د خپل دوهم مرکز لپاره دا سیمه انتخاب کړه.

قاري رحمت الله د غور د مرغاب درې د رغسکن د سیمې اوسیدونکی یو دودیز ټوپکوال دی نوموړي د جمعیت ګونداو د طالبانو د تحریک د غړیتوب تر څنګ څه موده د امریکا تر ملاتړ لاندې افغان حکومت کې هم دنده اجراء کړې. خو وروسته دحکومت مخالف شوی، په همدې تور بندي شوی او بیا د پارلمان د یوه وکیل په توسط له بند څخه ازاد شوی دی.

دوه کاله وړاندې چې داعش په افغانستان کې د پراختیا خوبونه لیدل، په غور کې یې داسې چاته ضرورت درلود چې هسې یو تور بیرغ پورته کړي. رحمت الله چې دا وخت له بند څخه ازاد شوی او د طالبانو او حکومت دواړو څخه بیل و دا یې یو فرصت وباله او له مختلفو سیاسي تړاوونو وروسته یې د داعش د غړیتوب هوس وکړ.

رحمت الله په خپل کلي کې د داعش بیرغ پورته کړ،د سیمي طالبانو نوموړی له دې کار څخه راوګرځاوه خو چې ویې نه منله نو خبره تر جنګ ورسیده. رحمت الله وروسته طالبانو ته تسلیم شو، خپل تور بیرغ یې په سپین بیرغ بدل کړ خو په پټه کې یې د داعش لپاره فعالیت کاوه.

په تیر ژمي کې د داعش مشرتابه خپل ځیني محلي پلویان مأمور کړل چې غور ته ورټول شي او هلته د یوه مرکز د فعالولو هڅې شروع کړي. د هرات سید جلیل،حافظ عبدالقیوم او ځیني نور داعشیان په همدې مقصد غور ته لاړل او هورې رحمت الله او یو بل قومندان شاولي په هماغه سیمه( مرغاب دره) کې یو ځل بیا د داعش بیرغ پورته کړ.

طالبانو په ژمي کې د غور د داعشیانو په وړاندې عکس العمل ونه ښود اما کله چې پسرلی شو نو ددې ستونزې د حل لپاره یې بیلابیلې لارې په کار واچولې، طالبانو لومړی د سولې او تفاهم لاره په مخ واخیسته. هغوی ته یې دا خبره وکړه چې موازي صفوف جوړول نه د جهاد په ګټه دي او نه هم د اولس. بله دا چې د داعش مفکوره دلته چلښت نه لري. داعشیت چې په خپل اصلي زیږنځای کې عامو اولسونو قبول نه کړ او نه یې په امت کې هیڅ معتبرې مرجع تائید وکړ نو افغان اولس به یې څنګه ومني. نو ښه داده چې له داسې مضرو او فتنه انګیزو حرکاتو څخه لاس واخلئ چې د هغه ګټه یوازې کفارو ته رسیږي.

خو داعش د طالبانو نرمه رویه ونه منله، وروسته طالبانو د دوی په وړاندې جدي برخورد خپل کړ، د دوی څو مشران یې له نیولو وروسته اعدام کړل او د ځپلو لپاره یې سیمې ته پوځي تشکیلات وکړل تر دې چې د داعش پلویان یې د رغسکن په سیمه کې محاصره کړل.

په تیره څه موده کې طالبان په پرلپسې توګه د داعش په کلابند کولو بوخت وو تر دې چې له اختر بعد یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له دوی نه ټولې سیمې ونیولې او هغوی یې دې ته مجبور کړل چې له مخالفت لاس واخلي او خپلې وسلې دوی ته تسلیم کړي.

له غور څخه وروستي معلومات ښيي چې په دې ولایت کې د داعش ستونزه په کامله توګه حل شوې ده. هغه څو کلي چې پخوا دداعش کسان په کې اوسیدل اوس د طالبانو تر واک لاندې دي. داعش ته منسوب کسان د قاري رحمت الله او شاولي په شمول په خپل پخواني کار پښیمانه شوي او له داعش څخه یې برائت اعلان کړی. دوی چې خپلې وسلې طالبانو ته سپارلي وایي چې په راتلونکې کې به هیڅکله له د طالبانو له تحریک څخه بغاوت ونه کړي او همیشه به یې په بیعت کې واوسي.

په دې ډول په افغانستان کې د داعش هغه خوب بې تعبیره شو چې غوښتل یې په غور کې خپل یو مرکز او معسکر فعال کړي او بیا له هغه ځای څخه په ټولو غربي او شمالي ولایاتو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. له غوره د داعش ټغر ټولیدل که د طالبانو ستراتیژیکه بریا ده د داعش لپاره لوی شکست بلل کیدای شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

د داعشی جهالو او خوارجو موضوع نور د افغانستان ټولو عامو مسلمانو خلکو ته ماسوا له مرکبو جاهلینو نه یوه واضحه معلومه موضوع ده چی یوه ډیره پیڅلی، خطرناکه امریکایی استخباراتی لوبه ده. چی تر شا یې امریکا ډیر خطرناک اهداف او پلانونه هم د خپلو رقیبانو او هم د اسلام او اسلامی نړی په وړاندی مخته وړی. زما په نظر طالبان او نور د افغانستان عام ولس باید داعشی خوارجو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کښی لکه د شر وفساد او اربکی عناصرو په شان ددوی له ظلمونو او خوارجی فکر نه د خلاصون په خاطر دوه انتخابه… نور لوستل »