نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان جګړې ته نه، د سولې پروسې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې د حل لاره جګړه نه، بلکي د سولې یوه اوږده پروسه ده، او زیاته یې کړه، فکر کوي ددې پر ځای چې پر جګړې پانګه واچول شي، باید ټول امکانات د سولې پر پروسې باندي متمرکز شي.

نوموړي دغه خبرې هغه مهال وکړي کله چې د ملګرو ملتونو په مرکزي ودانۍ کې د امریکا د نوي ستراتیژۍ په اړه خپل غبرګون ښودلو.

نوموړي وویل چې کله هم د سیاسي حل لپاره نظامي ستراتیژۍ کار نه دی ورکړی.

«زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه ده تر څو مونږ پر داسي حالاتو باندي پانګه واچوو چې سیاسي حل ته لاره پرانیزي، زه فکر کوم دا کار ممکن دی».

«زه فکر نه کوم چې د افغانستان د بحران لپاره به نظامي تګلاره مناسبه وي، زه فکر نه کوم چې په نړۍ کې دي یو بحران هم د جګړې له لارې حل شي».

او زیاته یې کړه چې د سولې پروسې لپاره زمینه سازي کول په دې مانا دي چې د افغانستان په بحران کې ښکېل ټول اړخونه خبرو اترو ته وهڅول شي.

انتونیو ګوتریس وویل: « حتی چې کله امریکایانو د نوي استراتیژي اعلان وکړ نو یې وویل چې ددوی په اند هم سیاسي حل حتمي دی، نو دا یوه واضحه خبره ده چې په لنډه مهاله توګه هر څه تدابیر نیول کیږي، خو د سیاسي حل لپاره اوږدمهالې تګلارې ته اړتیا ده او مونږ باید ټول ورته تیاری ونیسو ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x