
د ظاهر قدیر ساتونکو یو لاروی د بریدګر په شک وواژه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر ساتونکو په یو لاروي د بریدګر شک کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
د ظاهر قدیر ساتونکو وروسته تر هغه په یاد لاروي د ټوپک شپیلۍ ورواړوله چې د نوموړي د کور مخې ته د تېرېدو په حال کې و او هغوی ته بریدګر په نظر ورغی.
وژل شوی لاروی (حاجي ګلستان) نومېد او د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د مرکیخیلو د څپرې د کلي ملک او اوسیدونکی و.
د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې مقتول تېره ورځ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې څو ځلې د ظاهر قدیر د کور مخې ته په عمومي سړک تېر شو نو ځکه پرې د نوموړي ساتونکو ډزې کړي او وژلی دی.
خوږیاڼي دا هم ویلي چې وژل شوي کس د ظاهر قدیر په ساتونکو د برید هڅه کړې وه.
خو په خواله رسنیو کې په خپاره شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د وژل شوي کس له جیب څخه یو ناخن ګیر او یوه کوچنۍ قیچي غورځیدلي. له دې پرته له نوموړي سره د برید داسې وسله نه ده موندل شوې چې په واسطه یې د ظاهر قدیر ژوند ګواښل کېدای شوای او نه هم په دې تړاو کوم اسناد او شواهد رسنیو ته ښودل شوي دي.
د خوګیاڼو او شیرزادو قومي مشرانو د حاجي ګلستان جسد د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د احتجاج په ډول ایښی او د نوموړي د قاتلینو د محاکمې غوښتنه کوي.

