دیني، سیرت او تاریخ

په امت کې اوس عمر «رض» نشته

ژباړه: عاکف مهاجر

تاریخ لیکوونکي وایي چې هغه عمر چې په قوت او زور کې مشهوره وو په مدینه منوره کې یې خلکو ته په دسترخوان ډوډی کیښودله ناګهانه یې په یو کس سترګې ولګیدلې چې په چپ لاس خوراک کوي یو ځل یې ورته و ویل.

اې د خدای بنده په ښي لاس خوراک کوه هغه جواب ورنکړو عمر رض هغه خبره بیا ورغبرګه کړه.

اې د خدای بنده په ښي لاس خوراک کوه.

د هغه د جواب نه ورکولو له امله یې څنګ ته ناست کس جواب ورکړلو هغه لاس یې مشغول ده عمر رض بیا دغه خبره معاد کړه
هغه هم جواب تکرارولو هغه مشغول ده.

عمر رض وپوښتل څه شي مشغول کړی.

هغه کس جواب ورکړو چې د مؤتې د غزاء په ورځ له حرکت غورزیدلی او حرکت نشي کولی.

عمر رض ورته کیناستلو او په ژړا شو پوښتنه یې ترې وکړه

څوک رڼا درته کوي؟

څوک جامې درته وینځي؟

څوک دې سر وینځي؟

او ورته نورې پوښتنې یې وکړې

او له هرې پوښتنې سره یې اوښکې توییدلې.

او وروسته یو خادم او یوه راحله او د اړتیا خوراکي توکي یې ورکړه.

هغه د عفوې غوښتنه ترې کوله ځکه ده په داسې څه امر ورته کړی وو چې چې د هغه توان نه وو نو هغه ته به درد رسیدلی
وي.

قانون د رعیت لپاره داسې کیدلی شي چې جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x