شعـــــرونه

سپين شعر/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

دقرآن ختم شروع وو

د جانان ختم شروع وو

ملايان اویا اتيا وو

سيپارې یې وي لاسوکي

ښايسته ښکلی محل وو

قيمتي یې وي قالينې

د محل په یوه کونج کې

د هوسۍ بت لګيدلی

په ښيښه کې ځاي پرځاي وو

او دزرکې بت بل کونج کې

وو په فرېم کې نيول شوی

هوسۍ هم په وازوسترګو

ننداره دتلاوت کړه

زرکه هم په تماشه وه

توري سترګي سپینه غاړه

قرآن مړي ته ډالۍ وو

خواحساس نه وو هیچاکې

وجدان مړوو دلوستونکو

چي سپيڅلی قرآن څومره

لري کرکه له بتانو
……
محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x