kidney op

سنډې پوسټ: برتانيه کې هم خلک د بدن غړي پلوري

اقتصادي ستونزو او د پيسو د ګټلو په موخه يو شمېر برتانوي اتباعو په فيس بک کې د خپلو بدونو د غړيو د خرڅلاو اعلانونه خپروي.

يوې برتانوۍ ورځپاڼې “سنډې پوسټ” ليکلي چې، برتانيه کې د انساني بدن غړي خرڅول سخت جرم دی، ولې ځينې برتانويان د فيس بک او يو شمېر نورو ټولنيزو شبکو له لارې د خپلو بدنونو د غړيو د خرڅولو اعلانونه خپوري چې، قيمت يې دېرش زره پاوڼده دی.

سنډې پوسټ وايي چې، د دغې ډلې يو غړي په فيس بک د خپل بډوډي د پلورلو اعلان وکړ نو د يوې هفتې په ترڅ کې ۱۱ نورو کسانو هم دغسې اعلانو وکړل او دوه پکې د برتانيې وو

.
سنډې پوسټ ورځپاڼه د يو برتانوي له قوله ليکلي چې، بډوډی خرڅول يوخطرناک کار دی ولې، که څوک دېرش زره پاونډه ورکوي نو دی تيار دی چې، خپل بډوډی خرڅ کړي.
د يادونې وړ ده چې، برتانيه کې د “هيومن ټيشو ايکټ” قانون له مخې هيڅوک نشي کولای چې د انساني غړيو کاروبار وکړي او که د برتانيې کوم تبع له هيواده د باندې هم دغه عمل وکړي نو قانوي مجرم بلل کيږي.

 

 

 

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د