شعـــــرونه

غزل/ سعادت کليوال

سعــادت کلــیوال

رغیږي نه چه سوځیدلي دي په اور د مینې
جنون سلام کړي ورته دې ته وایی زور د مینې

حسن پرستو د ښار ډیر ډیر زورولی یمه
د غره په سر کې جوړومه راته کور د مینې

دا د ټوپک په زور ویده له دې خاموشه کلي
نفرت به تښتي خو که مونږه جوړ کړو شور د مینې

هیڅ تور یی نه وو چه د تور سره په لار کرځیدم
سپینو له ځانه سره تور کړمه په تور دمینې

له کلي ورک له کوره ورک داسې ورک ورک کرځیدو
عمر مو تېر کړو سعادته! په پیغور د مینې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x