شعـــــرونه

ډالۍ!/ فيض ځلاند

فيض ځلاند

اینه به له غباره جوړومه
څه بهانه له انتظاره جوړومه

ستا لیده لکه د طور تکرار کیسه اوس
غره ختلو ته به لاره جوړومه

چې ملا په کې سلام د ساقي اخلي
میخانه به له دې ښاره جوړومه

چې یواځې په کې غږ د مینې کیږي
یو منار به له چناره جوړومه

زه کوشش کومه ځان په کې راټول کړم
ستا له کاڼې زړه هینداره جوړومه

وخت ولاړ دی ثانیه ګر حیران په سات کې
یار خفه به تر سهاره جوړومه

د ځلاند شکر د مینې هنر ښه زده
ستا اقرار به له انکاره جوړومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x