افغانستان

تګاب کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، تېره شپه شاو خوا يوولس بجې د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ کې د دوی ملګرو د يو ځای پر ځای شوي ماين په واسطه د ملي اردو شپږ عسکر وژلي دي.
مجاهد زياتوي چې دغه عسکر په يو زغروال ټانک کې روان وو چې، د ماين چاودنه پرې وشوه او شپږ واړه ځای پر ځای و وژل شوو.
د يادونې وړ ده چې د کاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ له هغو سيمو څخه شمېرل کيږي چې، د وسلوالو طالبانو خوځښت پکې ډېر زيات دی او تل د طالبانو لخوا پر بهرنيو او داخلي عسکرو سخت بريدونه او چاودنې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x