افغانستان

د طالبانو ویاند: د کندهار په چاودنه کې اوه بهرني عسکر له منځه تللي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د ترنک پله په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د طالبانو سرتیری برید وشو، چې له امله یې بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر بهرنیو ځواکونو د سرتیري برید مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل چې په دغه برید کې یو زغروال ټانګ له منځه تللی او ورسره په کښي سپاره اوه تنه بهرني عسکرو ژل شوي دي.

بلخوا د کندهار یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په چاودنه کې څلور تنه رومانيايي عسکر ټپيان شوي دي او یو ټانګ یې ویجاړ شوی دی.

د عیني شاهدانو په وینا د پيښې سمدستي وروسته د ناټو ځواکونو سیمه کلابنده کړه او هلته یې نه امنیتي چارواکي پرېښودل او نه هم ژورنالیستان، ځکه نو د وژل شویو او یا ټپي شویو عسکرو کره شمېره معلومول به تر هغو څرګنده نه شي تر څو چې خپله ناټو یې اعلان ونه کړي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د کندهار هوايي ډګر ته نیژدې د دامان ولسوالۍ په ښورندام سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې وه چې له امله یې امریکايي ځواکونو د دوه عسکرو وژل کېدل او څلورو ټپي کېدل منلي وو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د سرتیري بریدګر نوم هم په ډاګه کړی او ویلي چې هغه د «اسلامي امارت د استشهادي کنډک» یو تن سرتیری وو چې «محمود کندهاری» نومیدی او دغه برید یې د یوه باډي لرونکي موټر په واسطه تر سره کړ چې زیات چاودېدونکې توکي په کښي ځای پر ځای شوي وه.

طالبان ادعا کوي چې ورته سرتیري بریدګر نور هم لري چې د خپلو بریدونو په انتظار شپې سبا کوي او تر هغو چې یو بهرنی سرتیری هم په افغانستان کې شتون ولري، پر ضد به یې ورته عملیاتو ته ادامه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x