ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): د روغتیا نړیوال سازمان نن د جمعې په ورځ په یوه نشر کړي راپور کې وویل چې په زابل ولایت کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې ده.

یاد سازمان پر خپلې وېب پاڼې د اګست میاشتې تر ۳۱مې نیټې پوري خپل د فعالیت او د پولیو د پيښو راپور نشر کړ او په هغه کې ویلي چې وروستۍ پېښه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ثبت شوې ده، چې په دې توګه په روان ۲۰۱۷ کال کې د پولیو دا پيښه شپږمه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو سره سم د پولیو ساري ناروغي یوازي په افغانستان او پاکستان کې پاتې ده، نایجیریا وروستی هیواد دی چې د پولیو وایرس څخه پاک شوی او په کال ۲۰۱۵ کې رسما له دغه لیست څخه ووتی.

باید وویل شي چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د څاڅکو په اړه ډول ډول اندېښنې وجود لري او همداسي د جګړو له امله ډیری ماشومان د پولیو د واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي چې له امله یې په دواړو هیوادونو کې هر کال د پولیو وایرس مثبتې پيښې را منځته کیږي او دغه ناروغي له منځه نه ځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د