نړۍ

د لندن په مترو کې چاودنې ۱۸ کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ د لندن د مترو اورګاډو په تم ځای کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۸ کسان ټپيان شوي چې اکثره یې د اور له امله سوځېدلي دي.

پولیس وايي چې دغه پيښې ته د یوه تروریستي برید په توګه ګوري او زیاته کړې چې چاودنه په قصدي ډول د چاودېدونکو توکو په واسطه را منځته شوې ده.

چاودنه د لندن په لویدیځه کې د «پارسنز ګرین» په نامه تم ځای کې را منځته شوې ده.

د پيښې وروسته د لندن د ټرانسپورټ ادارې مسؤولینو ویلي چې د «ایرلز کورټ» او «ویمبلډن» تر منځ د اورګاډو تګ راتګ ودرول شو.

https://www.youtube.com/watch?v=LWuOS56i7Oo

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx