
علامه اقبال، دمديني په رنجو تورسترګی شاعر
ليكوال : شهيد بشیراحمد ریان
علامه اقبال يا هغه څوک چې په خپله وينا: دمديني په رنجو تور سترګي و او شاعري يې دمدني جانان سره دميني زېږنده وه، د شلمي پېړۍ ستر اسلامي مفکر، شاعر، سياستپوه، اقتصادپوه، صوفي او فيلسوف تېر شوى دى.
دا ټول کمالونه په يوه انسان کي راغونډېدل او يوه انسان ته منسوبول که څه هم مبالغه ښکاري، خو دده دژوند په لوستلو به پوه شو چې دا ديوې کلې او څو کماله څښتن شخص، رښتيا هم په دې ډګرونو کي کار وکړ او دهر ډګر کارکوونکو ته يې بيلي توصيې او نظريات درلودل.
اقبال، دا ټول کمالونه او خپل ژوند يوازي دوو ټکو ته وقف کړى وو: اسلامي ويښتابه او دمسلمانانو يووالى.
داقبال لاهوري په ژوند او افکارو، دده په ژوند او تر مړيني وروسته يې په زرګونو رسالې او مقالې وليکل شوې، چې داسلامي نړۍ دنامتو ليکوال علامه ابوالحسن علي ندوي په وينا يې شمېر دوو زرو ته رسېږي، دا ليکني دنړۍ په مختلفو ژبو لکه انګليسي، فرانسوي، الماني، ترکي، روسي، فارسي، اردو او پښتو شوې يا ژباړل شوېدي.
که څه هم علامه اقبال افغانانو ته زيات درنښت درلود، هغوى يې ښه ګاونډيان او دخپلواکۍ اتلان ګڼل، خو بيا هم ورته افغانانو هغومره توجه چي بايد شوې واى؛ کړې نه ده. داقبال په اړه افغان ليکوالو ليکني کړې، خو دا ليکنه يا داقبال په سوانحو او يا هم دهغه دافکارو په يوې ځانګړې برخي پوري محدوديدي، ما هڅه کړې ترڅو دلته داقبال دژوند او افکارو په اړه ډېر لنډ خو هراړخيز معلومات وړاندي کړم. دده ژوند ته ځلغند نظر او دبيلا- بيلو موضوعاتو په اړه دهغه نظريات او پکي کړى کار ياد شوى دى، که څه هم دا ديوې وړې ليکني په چوکاټ کي راوستل خورا ګران کاردی او مناسبه دا وه چې د اقبال د کارونو هر ډګر په يوه بيل کتاب کې څېړل شوى واى، خو په ځان کې ددومره بشپړي ليکني دتوان دنه ليدلو او بوختياوو له امله مي په دې هيله، چي نور ليکوال وروڼه به دې موضوع ته پام وکړي؛ دې کوچني ليکنه باندي کفايت وکړ.
لومړۍ برخه يې ژوندليک او دوهمه برخه کي يې افکار څېړل شوي دي. دافکارو په برخه کي لاندي عنوانونه راغلي:
اقبال او قرآن، اقبال او محمد (صلى الله عليه وسلم)، اقبال او اسلامي وحدت، اقبال او سياست، اقبال او اقتصاد، اقبال او ادب، اقبال او تصوف، اقبال او فلسفه، اقبال، دلويديز تمدن او لويديزي ښوونيز نظام، اقبال او نشنليزم، اقبال او افغانستان.
ژوند
زوکړه، زده کړي او کړني
د ١٢٩٤ هـ ق کال د ذوالقعدې دمياشتي په درېيمه (١٨٧٧ز دنومبر ٩مه) نيټه، دهند سيالکوټ ښار په چوهدري وهاب سيمه کي، دشيخ نورمحمد کورنۍ ديوه نوي زيږيدلي ماشوم زیری واورېد.
شيخ نورمحمد نوموړى ماشوم يوې ښوونځۍ ته داخل کړ، هلته دمولوي ميرحسين تر توجه لاندي شو، په ١٨٩٥ ز کال نوموړى د سکاچ مشن ښوونځۍ څخه فارغ او همدلته يې ليسه هم پاى ته ورسوله. دزده کړو په دوران کي له سرتامس ارتول سره اشنا شو، داستاد عبدالقادر المحامي سره يې اړيکي درلودې او لومړۍ قصيدي يې د (هماليې غرونه) او (نالۀ يتيم) په نوم وليکلې.
دزده کړو په دوران کي دحمايت الاسلام جمعيت مجالسو ته حاضرېده.
په ١٨٩٧ز کال يې په عربي، انګليسي او فلسفه کي لسانس (لوړي زده کړي) پاى ته ورسولې. په ١٨٩٩ ز کال يې په فلسفه کي ماسټري وکړه. وروسته يې دکيمبرج پوهنتون په ټرينټي څانګه کي داقتصاد اړوند زده کړي وکړې، بيا دهمدې پوهنځۍ دلنکن اين څانګي ته شامل او حقوق يې وويل. دفلسفې دوکتورا يې په (سيرفلسفه در ايران، يا فلسفه عجم) کي وکړه او په ١٩٠٧ ز کال يې دجرمني له مونيخ څخه دوکتورا ترلاسه کړه.
په لندن کي دهستوګني په مهال يې يو لړ مناظرې وکړې، دبېلګي په توګه:اسلامي تصوف، په اروپايي تهذيب دمسلمانانو اغېز، اسلامي جمهوريت، اسلام او انساني عقل او …
همداراز يې د (پان اسلامک سوسائټي) په نوم د يوې اتحاديې بنسټ کښېښود.
پاکستان ته په ګرځېدلو يې په اقتصاد کي کتاب وليک. دپوهنتون داستادي ترڅنګ يې څه موده وکالت هم کاوو.
په پنجاب کي دقانون شورا غړى شو.
په ١٩٣٠ ز کال د(اله اباد) ټولني رئيس وټاکل شو.
په ١٩٣١ ز کال ورته دانګلستان، فرانسيې، ايټاليې، مصر او افغانستان له لوري بلني راغلې.
ددې هيوادونو دسفر څخه دراګرځېدلو په مهال، فلسطين ته لاړ او اسلامي کنفرانس کي يې ګډون وکړ.
اندلس ته په تلو يې دقرطبې جامع مسجد کي، تر ٨٠٠ کاله تېريدا وروسته لومړى اذان وکړ او دى هغه لومړنى موذن شو چي په اوسنۍ اسپانيا کي يې داذان ملکوتي غږ پورته کړ. همدلته يې د(اسپانيا او داسلام فلسفه) وينا واوروله.
په ١٩٣٢ ز کال دنادرخان پاچا له لوري د دوو تنو نورو عالمانو سره يوځاى افغانستان ته وبلل شو. دنادرخان سره يې کابل کي ليدنه وکړه، بيا غزني او کندهار ته دسياحت لپاره لاړ. غزني کي يې دسلطان محمود غزنوي او حکيم سنائي په قبرونو اوږدې قصيدې وليکلې، کندهار ته په رسيدو يې احمدشاه بابا او خرقي شريفي ته شعر وليک او هند ته په راګرځيدلو يې دمسافر په نوم، دافغانستان دسفر په تړاو، مثنوي وليکله.
لاهوري اقبال، له ځواني څخه قلم په لاس کي اخيستى و، زيات شعرونه يې په مختلفو قالبونو کي وليکل خو ډېر وخت به يې مثنوي ليکله. ١٤ قلمه اثار لري چي نومونه يې په لاندي ډول يادولاى شو:
١- علم الاقتصاد ٢- توسعۀ حکمت در ايران (فلسفۀ عجم) ٣- احياى فکر ديني در اسلام
٤- تاريخ هند ٥- رموز بي خودي ٦- اسرار خودي ٧- زبور عجم
٨- پيام مشرق ٩- جاويدنامه ١٠- ارمغان حجاز ١١- بانګ دارا
١٢- بال جبرئيل ١٣- ضرب کليم ١٤- تيت – پرک ياداښتونه.
دې کتابونو کي يې زياتره شعري ټولګي انګليسي، فرانسوي، الماني، ايټاليوي، روسي او ترکي ژبو ته ژباړل شوې دي.
دده په ژوند، دده په نوم المان او ايټاليا کي ټولني او تنظيمونه جوړ شول چي دده شعرونه او فلسفه پکي لوستل کيده.
له عرفان او تصوف سره يې علاقه درلوده، مولانا جلال الدين بلخي يې خپل مرشد ګاڼه. فلسفه کي له نيچه او برکسون څخه اغېزمن و.اسلامي سياست يې دژوند موخه او سيدجمال الدين افغاني يې ايډيال و.
دا ستر شاعر په داسي حال کي چي داسلامي نړۍ دوحدت هڅي يې کولې او داسلامي شان او شوکت دبيا احياء لپاره يې لومړى ديوه مرکز په توګه، يوه ټوټه خاوره دبشپړ شريعت دنفاذ او بېلګه ايز نظام لپاره لازمي ګڼله، په ١٣٥٧هـ ق کال د صفري په ٢٠ مه نيټه (١٩٣٨ز کال داپريل ٢٧مه) له دې فاني نړۍ څخه وکوچيد، شپېتو زرو کسانو يې جنازه کي ګډون کړى و، دشاهي جومات او کلا ترمنځ خښ کړاى شو او دقبر لپاره ډبرليک ورته له افغانستان څخه ولېږل شو.
تر مړيني څو شيبې وړاندي يې وموسل او وې ويل:
نشان مرد مؤمن با تو ګويم
چو مرګ آيد تبسم بر لب اوست
افکار او اندونه
١- اقبال او قرآن:
اقبال، داسلام لومړنى اصل په قرآن پوهيدنه او له احکامو سره يې سم ژوند ګڼي، وايي:
ګر تو مي خواهى مسلمان زيستن
نيست ممکن جز به قرآن زيستن
په دې اړه خپلو خاطراتو کي يوه جالبه کيسه هم لري، وايي:(( زه دسهار دلمانځه وروسته دقرآن کريم په تلاوت عادت وم، پلار مي ليدم او يوه ورځ يې پوښتنه راڅخه وکړه: ته سهار مهال څه کوې؟ ما ورته وويل: قرآن عظيم الشان لولم. له دې وروسته درې کاله پرلپسيې پلار له ماڅخه همدا پوښتنه کوله او ما به همغه ځواب ورکوو. يوه ورځ مي پلار ته وويل: ته ولي له ما څخه همدا يوه پوښتنه کوې او زه هم، همدا يوځواب درکوم. په دې کي څه راز دى؟
ده وويل: زويه! ما غوښتل تاته ووايم: قرآن داسي لوله لکه په تا چي نازل شوى وي.
له هغې ورځي وروسته مي په قرآن کريم دځان پوهولو هڅه وکړه، معنى ته يې متوجه شوم، انوار مي يې اقتباس کړل او ملغلري مي ورڅخه وپېيلې)).
لاهورى اقبال، هغو کسانو ته چي قرآن خپله نه لولي او مرسته پرې نه غواړي، وايي: ته دصوفي او ملا محض اسير يې، ته په نېغه له قرآن څخه مرسته نه غواړې، له اياتونو سره يې کار نه لري مګر دا چي مړ کېږي او ديس سورت درباندي ولوستل شي. حيرانتيا ده، دستر قرآن شان مو څومره کم ګڼلى!
خوار از مهجوري قرآن شدي
شکوه سنج ګردش دوران شدي
کله چي له نادرخان پاچا سره مخ کيده نو هغه ته يې په ډالۍ کي قرآن کريم ورکړ او ورته يې وويل: دحق دخاوندانو پانګه همدا کتاب دى، په ضمير کي يې ژوند دى، دهر پيل پاى پکې دى او په ځواک سره يې علي رضى الله عنه دخيبر فاتح وګرځېد.
دى د ځان او نړۍ په بدلون کي دقرآن ونډه داسي ښيي:
فاش ګويم آنچه در دل مضمر است
اين کتابي نيست چيزي ديګر است
چون به جان در رفت جان ديګر شود
جان چو ديګر شد جهان ديګر شد
اقبال او محمد (صلى الله عليه وسلم) :
د علامه اقبال شاعرۍ که په دقت وګورو، نو تقريباً ټول شعرونه يې يو نه يو ډول دمصطفى صلى الله عليه وسلم له عشقه رنګ اخلى.خپله هم باور لري چي دده دشاعري مستي، دهغه صلى الله عليه وسلم دعشق نتيجه ده:
شور عشقش در نى خاموش من
مي تپد صد نغمه در آغوش من
اقبال، دځوانۍ دوره لندن کي تېره کړه، هغه چي دلويديز دنوي علومو او مسيحي تبليغاتو مرکز ګڼل کيده، خو داچي ولي په دې ډنډ کي داوسيدلو باوجود داقبال جامې پرې خرابي نشوې، دى يې په اړه وايي:
((دغربي علومو ځلا ونشواى کړاى، چي زما په عقل غالبه شي او يا زما دبصيرت په مخ پرده شي، ځکه ما دمديني په رانجو سترګي توري کړې وي)).
هغه باورى دى چي که نن ورځ مسلمانانو ته څه عزت پاته دى، يا دخداى په وړاندي مقام لري، لامل يې دادى چي په زړه کي يې دمحمد صلى الله عليه وسلم مينه ده:
در دل مسلم مقام مصطفى است
آبروى ما زنام مصطفى است
ده چي کوم عقيده خپله کړې او کوم څه چې دده زړه او ذهن روښانه کړى، هغه دده په وينا دا دوې کلمې وي:
((لا اله الا الله محمد رسول الله)).
اقبال باور لري چي :
از دم سيراب آن امي لقب لاله رســــت از ريگ صحراي عرب
حريت پرورده آغوش اوست يـــعني امروز امـــــم از دوش اوست
او دلي در پيكر آدم نهاد اونـــــقــــــــــاب از طلـــعت آدم گـــــشاد
هر خداوند كهن را او شكست هر كهن شاخ از نم او غنچه بست
دژوند وروستۍ ارزو يې دمديني زيارت و.
اقبال او اسلامي وحدت :
لکه دليکني په پيل کي چي مو وويل، داقبال ټول کمالونه او شعرونه يوازي همدې دوو ټکو ته وقف و: اسلامي ويښتابه او اسلامي يووالى.
اقبال دمسلمانانو ترمنځ دقرآن او اسلام په بنسټ، ديوې ټينګي ورورولۍ درامنځته کولو زياتي هڅي وکړي. کله چي په بالقان او فلسطين لويديزي نړۍ حملې کولې، دده له قلمه ويني څڅېدې او هر سهار به يې له درده او جذبې ډکه نوې قصيده ويله. کله چي حبيب الله کلکاني دامان الله خان په وړاندي ودرېد او له هغه څخه يې کابل ونيو، نو دهغو اوازو په بنسټ چي د کلکاني تر شا انګلستان دى، اقبال په چېغو – چېغو د هندوستان ملت دافغانستان سره مرستي ته راباله.
هغه مهال چي د لويديزو هيوادونو له سفر څخه راګرځيده، فلسطين ته لاړ او په اسلامي کنفرانس کي يې – چي داسلامي هيوادونو ترمنځ يې ديووالي دوېښته هومره نرۍ رشته رامنځته کړې وه – ګډون وکړ.
اقبال داسلامي وحدت دختميدلو او مسلمانانو دځوړتيا لاملونه په دوو ټکو کي راخلاصول:
١- په ديني اصولو سترګي پټول او د لويديز سياسي او اقتصادي قوانينو ته غاړه اېښودل.
٢- ديوه اسلامي هيواد په بل هغه حملې.
هغه ددې لپاره چي دمسلمانانو ترمنځ يووالى رامنځته شي، درې نظريې ورکړې:
١- مسلمانان دي تر يوې واحدي مشرۍ لاندي را ټول شي.
٢- اسلامي هيوادونه دي ديوه فدراسيون په بڼه اداره شي.
٣- داسلامي هيوادونو ترمنځ بايد اقتصادي، سياسي او پوځي تړنونه وشي او نبوي تعليماتو په بنسټ اړيکي ټينګي کړاى شي.
اقبال د درېمي نظريې په اړه خورا زيات ټينګار کاوو او ويل يې : که پورتنۍ دوې نظريې په اوسنيو حالاتو کي د تطبيق وړ نه وي، د دريمي هڅي خو بايد وشي.
اقبال او سياست:
اقبال، دامت د دبدبې په بيا احياء کي په سياست خورا زيات ټينګار کاوه، ده يوازي په ټينګار کفايت ونکړ بلکي خپله يې هم دسياست په ميدان کي هڅي وکړې.
نوموړي په هند کي د (تحريک خلافت) سره نژدې اړيکي درلودې. په ١٩٢٠ ز کال يې دهند ملي شورا کي برخه درلوده، په ١٩٢٦ ز کال دپنجاب قانون جوړونکې شورا ته شامل شو او په ١٩٣٠ ز کال د (اله اباد) په غونډه کي دمسلمانانو اتحاديې رئيس شو. ددې غونډي په جريان کي يې وينا وکړه او دلومړي ځل لپاره يې داسلامي تمدن دخونديتوب او مسلمانانو لپاره ديوه مرکزيت په جوړلو ټينګار وکړ.
ښاغلي، داستعمار په وړاندي دهند او اسلامي نړۍ دمسلمانانو په ويښتابه کي خپل ټول وس وکاراوو. هيوادونو ته يې سفرونه وکړل، مناظرې يې وکړې، شعرونه يې وليکل. علامه اقبال محمدعلي جناح ته په يوه ليک کي ليکي:
((زه داوسنۍ اوضاع او دمسلمانانو دشاته پاته والي يوازينى حل داسلامي شريعت بشپړ نفاذ ګڼم)).
هغه د ابوالحسن علي ندوي ته په يوه ليدنه کي وويل: هغه امت چي د ورته منسوبيدلو لپاره ځمکه ونلري، دغه شان امت په حقيقت کي دين او تمدن نلري، دين او تمدن دحکومت او ځواک له لاري رامنځته کېږي، دهند په نيمه لويه وچه کي دمسلمانانو دستونزو حل، همداسي يوه ځمکه ترلاسه کول دى.
اقبال، داسلامي ملت دبربادي علت دهغوى څخه دځان ورکيدل او پردي قانون ته غاړه ايښودل ګڼي، دى وايي:
تا خودى درسينۀ ملت بمرد
کوه کاهى کرد وباد او را ببرد
اقبال لاهوري، دمسلمانانو په شاته پاته والي کي دهغوى خوبوړى حالت او دپرمختيا لپاره لاس او پښي نه وهل، هم مهم بولي، وايي:
تو به پرواز پري نګشوده اى
کرمک استي زيرخاک آسوده اى
علامه اقبال، دنشنليزم زيات خلاف و او هغه يې داسلام دسياسي نظام سره ټکر باله، دى وايي:
((وطن پالنه ديو مادي څيز له عبادت څخه عبارت ده. اسلام په هيڅ شکل هم بت پرستۍ زغملاى نشي، بلکې دبت پرستي دټولو ډولونو پرضد پاڅون زموږ نصب العين دى. له همدې امله، اسلام چي دکوم څه دله منځه وړلو لپاره راغلى، هغه څه هيڅکله هم دمسلمانانو دسياسي تنظيم بنسټيز اصل کيدلاى نشي)).
دډاکټر جاويد اقبال په وينا، علامه اقبال ديوه دولت داسلامي قانون په جوړېدا کي داجتهاد پلوى دى، نوموړى دقانون لاندي ټاکلي پارلمان ته داجتهاد حق ورکوي.
داقبال په نزد، د راتلونکي مجتهدين دقانون هغه ماهرين دي چې (اسلامي فقي) او نوي قانون پوهني ترمنځ يې تقابلي څېړنه او مطالعه کړې وي. اقبال دسرمايه داري ترڅنګ داشراکيت، مارکسيزم او کمونيز هم خلاف و.
داقبال په اند، هر ټولنيز نظام چي له روحانيت څخه خالي وي، دانساني ټولني لپاره سکون راوړلاى نشي. دى وايي: داسلام اصل مقصد د ((روحاني جمهوريت)) قيام دى.
اقبال او اقتصاد:
په اقتصادي ډګر کي داقبال لومړى کار، دلندن اقتصاد پوهنځۍ سند و. له لندن څخه په راګرځېدلو هغه خپل لومړنى اثر د (اقتصاد) په موضوع کي چاپ کړ.
که څه هم اقبال يو مسلکي اقتصاد پوه نه و، خو چي کله په ١٩٢١ ز کال، دپنجاب دقانون جوړونکې شورا غړى وټاکل شو، نو داقتصاد په اړوند يې يو لړ ويناوي وکړې.ډاکټر جاويد اقبال، هغو ويناوو ته په کتلو او دده دنظرياتو له مخي وايي:
((اقبال کائنات له څلورو عناصرو اور،اوبه، هوا او ځمکي څخه تشکيل ګڼل، چې ددې ټولو مالک خداى دى. نو ځکه انسان په اصولي توګه دځمکي مالک نه بلکي يو موقت پالوونکى دى چي په وسيله يې ځان ته روزي ګټي. ددې اصولو اطلاق دى، په دولتي ځمکو او تصرفاتو هم کوي او غواړي چي دولت بايد، دولتي ځمکي په بېوزلو بزګرانو دقسطونو په شکل ووېشي. ځمکوال ته هم بايد دومره ځمکه ورکړل شي چي يوازى دى يې پاللاى شي.
دى، په لويو ځمکوالو او سرمايه دارانو د (ايګري کلچرل – ميوه جاتو) دټيکس لګولو پيشنهاد کوي. دا ټيکس به دماليې، عشر او زکات پرته وي.
اقبال فکر کوي چي په ځمکوالو داسلامي وراثتي قانون په تطبيق سره به دڅو نسلونو وروسته جاګيرداري ختمه شي.
تاريخ ته په کتلو، داسلام اقتصادي نظام، دفيوډالي په ځاى په مرکنټايل (تجارت) ولاړ و، يعني اسلامي فقه کي دمال څخه مراد دسرمائې ترڅنګ ځمکه هم وه، علامه اقبال هم دسرمائې (کيپټل) يو مخ ورکه نه غواړي، بلکي د (مارکيټي اقتصاد) لپاره دسرمائې درلودل اړين ګڼي.
اقبال، په اقتصاد کي بيت المال ته خورا ارزښت ورکوي او صحيح وېش او استعمال يې د ډېرى مسلمان بېوزلو دکميدلو چانس ګڼي.
اقبال او تصوف:
داقبال دتصوف عمده ټکى خودي ده. خودى دانانيت او تکبر په معنى نه بلکي خودي د (ځان پېژندني) په معنى استعمالوي. دى دنبي عليه السلام دهغه حديث شريف سره سم:( من عرف نفسه فقد عرف ربه) چاچې ځان وپېژاند په تحقيق سره هغه خپل مالک او پالوونکى وپېژاند؛ تر هر څه وړاندي دنفس په پېژندنه ټينګار کوي:
پيکر هستي از خودي است
هرچه بيني ز اسرار خودي است
دى وايي:
((انسان چي خپل نفس درښتياني ميني په فضل سره وپېژاند او ددغه معرفت آداب يې خپل کړل، نو دغه غلام ته به دپاچاهانو رازونه څرګند شي. دغه فقير چي له زمريانو څخه يو زمرى دنړۍ له پاچاهانو څخه ډېر غوره دى)).
دى، دهغه کسانو په اړه چي رازق يې پيژندلي نه وي، وايي:(( که دي خپل رازق نه وپېژاند، واکمنانو ته به اړ وي چي هغه دي وپېژاند نو لوى پاچاهان به تاته اړ وي)).
دى درازق پېژندل داستغناء دپيدا کيدلو لامل ګڼي. دى وايي هغه کسان چي استغناء کوي هغوى په نفس پښه اېږدي او هغوى چي له خداى عزوجل پرته بل ته لاس نيسي دګيډړي په څېر عبادت کوي.
دى دمؤمن ځانګړنه شتمن نفس او فقير ژوند ګڼي، وايي: هغه مسلمان چي په دين پوه وي هغه له الله عزوجل پرته بل چاته سر نه ټيټوي:
مسلماني که داند رمز دين را
نسايد پيش غيرالله جبين را
دشريعت او طريقت ترمنځ اړيکي په دومره په زړه پوري الفاظو بيانوي:
پس طريقت چيست اى والاصفات
شرع را ديدن به اعماق حيات
فاش مي خواهى اګر اسرار دين
جز به اعماق ضمير خود مبين
دى، رښتيني مؤمن هغه ګڼي چي خودى، فقر او عشق ولري، وايي:
کوئى اندازه کرسکتاهى اس کي زور بازو کا
نګاه مرد مؤمن سي بدل هوجاتي هين تقديري
يقين محکم، عمل پيهم، محبت فاتح عالم
جهاد زندګانى مين هين يي مردون کي شمشيرين
((څوک دمؤمن دمټو په ځواک خبر دى، دهغه په کتلو سره تقدير بدليږي. هغه دپاخه يقين، نيک عمل او نړي نيوونکي عشق څښتن دى. د هڅاند ژوند په جريان کي همدا دنارينه توره ده او په همدې سره ميدانونه نيسي)).
اقبال په ځينو هغو پيرانو چي داغراق په نوم چټياټ وايي او يا دشرعي خلاف کارونه کوي، بد وايي خو دسماع او وجد په اړه بيا وايي چي: صحابه به هم دجهاد په ميدان کي په اسونو باندي لړزې، خوځښت او ارام نيول.
اقبال او ادب:
په ادبياتو کي دعلامه اقبال ځاى له هيچا پټ نه دى. که څوک د پارسي ادبياتو تاريخ لولي، نو دمعاصر ادب په ونډه کي به، دده مقام د لمر په څېر روښانه وويني. دده پارسي شعرونو داوسني پارسي ادب، پراخه برخه نيولې ده.
له پارسي پرته په اردو ادب کي هم اقبال، زياته ونډه درلوده. بال جبرئيل، ضرب کليم او بانګ دارا شعري ټولګي يې داردو ادب دلوستونکو لومړۍ مطالعه وي.
که ووايو چي اقبال لاهوري، په عربي ادبياتو هم اغېز پرېښى، ښايي مبالغه به مو کړې نه وي. داقبال لاهوري شعري ټولګي دښاغلي ډاکټر عبدالوهاب عزام او وتلي ليکوال ابوالحسن علي ندوي له لوري عربي ته وژباړل شوې او هلته پرې دادب مينوالو خپله تنده خړوبوله او خړوبوي يې.
علامه اقبال، دادب او ځواک په اړه يې، وايي:
((ادب دالله له بخښنو څخه يوه موهبه ده، لوى ځواک دى، چي په وسيله يې خاوند په ټولنه کي انقلاب راوستلاى شي. ادب فکري پاڅون ته لاره برابروي. فاسده اوضاع په پرېکنده ګوزار وهلى شي.
داچي ادب له جذباتو سره کار لري، په افکارو اغېز کوي، نو بايد ديوه اديب او شاعر په قلم کي هغه اغېز وي چي دموسى عليه السلام امساء درلود)).
اقبال لاهوري، په دې اند دى چي شاعر ديوه ملت زړه دى، نو ځکه وايي:
شاعرى اندرسينۀ ملت چو دل
ملتى بى شاعرى انبار ګِل
سوزومستي نقشبند عالمى است
شاعر بى سوز ومستى ماتمى است
بيا وايي:
دشاعر په هغې ترانه او د سندرغاړي په هغه اواز کي خير نشته چي په ټولنه کي ژوند او جذبه خپره نکړي.
علامه اقبال، باوري دى چي که ديوه ملت ادبيات سم نه وي، دملت تاداونه يې هم وراسته وي. دى وايي:
((که ديوه ملت ادبيات، موسيقي، رسامي او معماري په سالم بنياد ولاړه نه وي، هغه ملت دبربادي لور ته ځي)).
وايي:
((دعلم او ادب دهنرونو دښګېڼي په وجه په ژوند کي هميشنى حرمت پيدا کېږي)).
او اقبال باورى دى چي که شاعر، په رښتيا شاعر وي نو بيا خو دپيغمبر دوراثت حق لري:
شعر را مقصود اګر ادم ګرى است
شاعرى هم وارث پيغمبري است
اقبال، لويديز او دلويديز ښوونيز نظام :
اقبال لاهوري د لويديز دتهذيب بد ټکى، په ماديت باندي دهغوى اتکاء ښيي. اقبال وايي: په دې تمدن کي دانساني اخلاقو او روحاني ارزښتونو هيڅ قدر نشته.
تمهاري تهذيب اپني خنجر سي آپ هي خودکشي کري ګي
جو شاخ نازک بني ګے ناپايدار هوګي
((ستاسو تهذيب به خپله ځانوژنه وکړي، ځکه نازکي څانګي ماتيدونکي وي)).
نوموړى د لويديزي تمدن دشعار په اړه وايي: ددې تمدن شعار په انسانيت حمله او دبشري نوعي له منځه وړل دي او نړۍ به تر هغې دنيکمرغي مخ نه وويني ترڅو دا نوى تمدن چپه شوى نه وي.
دلويديزي تمدن داغېز په اړه نظر لري:(( هغه تمدن چې دمرګ غاړي ته رسيدلى وي، نشي کولاى بل څوک ژوندى کړى. هغه، دختيزو هيوادونو په اړه ناسمي پرېکړي وکړې. دشام ورکړى عفت، رحمت او عزت په بدل کي يې ختيز ته شراب، قمار، فجور او زناکاري ښځي وړاندي کړې)).
دا چي علامه اقبال خپله، دماسټري او دوکتورا دورې زده کړي په لويديز کي وکړې، نو ځکه ورته دلويديز دتعليم اغېز په ښه توګه معلوم شوى و، دى يې په اړه وايي:
((دلويديزي زده کړو نظام، ددين دخلکو او ځوانمردي په خلاف دسيسې باندي ولاړ دى)).
بيا وايي:
خوش تو هين هم بهي جوانو کي ترقي سے مګر
لب خندان سے نقل جاتي هے فرياد بهي ساتهـ
هم سجمتهے هے که لاى ګے فراغت تعليم
کيا خبر تهي که چلا آئے ګي الحاد بهي ساتهـ
(( د ځوانانو په پرمختیا موږ هم خوښ يو، خو دموسکو شونډو څخه مو فرياد هم وځي، فکر مو کاوه چي هغوى به د زده کړو څخه فارغ راشي خو نه پوهيدو چي ترڅنګ به الحاد هم له ځان سره راوړي)).
بل ځاى وايي:
((ځان له دې بدي څخه لري وساته، ځکه هغه علم چي ته يې لولې، کولاى شي دامت ټول روح ووژني)).
علامه اقبال هغوى ته چي دلويديز څخه اغېزمن او په اسلام بې باوره دي، وايي:(( ستا وجود دفرنګي غوښتنو ځلا ده، ځکه ته داسي ماڼۍ يې چې هغوى بنا کړې يې، دغه عنصري جسم دتنفس له مصر، مغزو ته فارغ دى. ته له توري پرته ښکلې تيکه يې، ستا په نظر دالله وجود ثابت نه دى او زما په نظر ستا وجود ثابت نه دى)).
اقبال او نشنليزم:
اقبال لومړيو کي دنشلنيزم هوا متاثره کړى و، خوځينو درنو ښوونکو او حقايقو ورته سترګي رڼې کړې، ويې ليدل چي نشنليزم داسلامي امت دوېشلو لپاره داستعمار يوه بهانه او دهغوى داستثماري موخو لپاره ښهوسيله ده. دى له هغې ورځي دنشنليزم له تنګ چوکاټ څخه داسلام پالني پراخي ساحې ته داخل او ديوه مسؤل مسلمان دندي يې حس کړي، له دې دندو څخه يوه هم دنشلنيزم خلاف مبارزه او دبت پرستۍ دا ډول له منځه وړل و. دى وايي:
((اسلام دبت پرستۍ پر ضد ديوه پاڅون په شکل راپورته شوى. وطن پالنه هم دبت پرستۍ يو ډول دى. دمختلفو قومونو وطني ترانې زما ددې خبري ثبوت دي چې وطن پالنه ديو مادي څيز له عبادت څخه عبارت ده. اسلام په هيڅ شکل هم بت پرستۍ زغملاى نشي، بلکې دبت پرستي دټولو ډولونو پرضد پاڅون زموږ نصب العين دى. له همدې امله، اسلام چي دکوم څه دله منځه وړلو لپاره راغلى، هغه څه هيڅکله هم دمسلمانانو دسياسي تنظيم بنسټيز اصل کيدلاى نشي، دنبي عليه السلام له خپل ټاټوبي او زيږون ځاى (مکي) څخه مديني ته هجرت کول هم ددې خبري نښه ده)).
علامه اقبال لاهوري، نشنليزم ددښمنانو له لوري هغه تپل شوى فکر بولي چي مسلمانان دوطن په فکر بې مرکزه کوي خو هغوى خپله يوه مرکز راټوليږي:
لرد مغرب آن سراپا مکر وفن
اهل دين را داد تعليم وطن
او به فکر مرکز وتو در نفاق
بګذر از شام وفلسطين وعراق
بل ځاى بيا وايي:
نرالا ساري جهان سے اس کو عرب کي معمار سے بنايا
بنا هماري حصار ملت کي اتحاد، وطن نهين هي
(( هغه ټوله نړۍ دعرب معمار په وسيله جوړه کړه، ځکه نو زموږ داتحاد ټکى وطن نه دى)).
اقبال لاهوري باور لري چي مسلمان بايد په اقليم او سرحد کي رابند نشي:
مسلم استي دل به اقليمي مبند
ګم مشو اندر جهان چون وچند
مى نګنجد مسلم اندر مرز وبوم
در دل او ياوه ګردد شام و روم
اقبال او فلسفه :
اقبال، دسترو مسلمان فيلسوفانو څخه دى، دده فلسفه له قرآن څخه سرچينه اخلي، دده فلسفه دعرفان جامه لري.
دى اسلامي فلسفه، ديونانې هغې څخه بېله حتى دهغې په وړاندي بولي او وايي: ((قرآني روح له يوناني فلسفې سره سازګار نه دى. يوناني فلسفه نظري امور او قرآن عيني چارو ته توجه لري. داچي مسلمانان دقرآن دفهمولو لپاره له يوناني فلسفې څخه ګټه اخلي، دايوه ناکامه هڅه ده)).
اقبال، دفلسفې او اسلامي تمدن ترمنځ ديوې پرلپسيې جګړې او تصادم زيږنده، ځيني تجربې، مشاهدې او علمي روشونه بولي. ددې تجربو نمونې بيا په علمي ډګر جاحظ او ابن مسکويه، په تکاملي نظريه کي بيروني، دزمان او رياضياتو په مسئله کي خوارزمي، په جبر او اعداد کي عراقي او په ديني ارواپوهنه کي خواجه محمدپارسا ګڼي.
دى فلسفه نه يوازي داسلامي روح سره په ټکر کي بولي بلکي فلسفه دحقايقو په مخ ګرد او حجاب بولي، دى خپل يوه ملګري ته چي دهيګل پيرو و، ليکي:
((حکمت او فلسفه بل څه نه دي، مګر دحقيقت لپاره حجاب. لريوالى زياتوي او بحثونه مو روح له منځه وړي. دغه هيګل چي ته يې ډېر درناوى کوي، نظام يې له وهمونو پرته بل څه نه دى. فلسفه کي دنړۍ دويښولو ځواک نشته، دفلسفې خلاف دين هغه ځواک دى چې دانسان ژوند جوړوي)).
اقبال او افغانستان:
ښاغلى اقبال، دڅو لاملونو له مخي افغانانو او افغانستان ته ځانګړى درناوى درلود چي له هغو لاملونو څخه :
١- داچي اقبال خپله هم دخپلواکۍ دلاري مجاهد و، دخپلواکي دلاري ټولو لارويانو باندي مين و. هغه، هر هغه څوک چي داستعمار سره يې ډغري وهلې او سر يې نه ټيټاوه، دسترګو تور ګاڼه او په افغانانو کي خو نو دا ځانګړنه له نيکونو پاتې وه، څو ځلې يې استعمار سره ډغري وهلې وي، مات کړي يې و او تر دې چي دهند دلويې نيمي وچي مسلمانانو سره يې هم د ازادي په اخستلو کي مرستې کړې وي، همدا څه و چي اقبال يې افغانانو او افغانستان ته عقيدتمند کړى و.
٢- داقبال ايډيال او بېلګه ايز شخصيتونه زياتره دافغانستان و، لکه: امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله، مولانا جلال الدين بلخي او سيدجمال الدين افغاني.
٣- دا چي افغانستان او هند له اوږدې مودې راهيسي ګډه پوله درلوده او دهند له مسلمانانو سره يې دين، مذهب او تر څه حده کلتور مشترک و. دتاريخ په مختلفو پيرونو کي افغانانو ورسره مرستي کړې وي، هغوى يې دبلا له پنجو ژغورلي و او دافغانستان په خاوره کي يې ورته دهستوګني ځايونه ورکړي و، همدا شان يې داقبال په مهال هم ملتونو يو له بل سره دخپلواکي په ساتلو او اخستلو کي مرستې کولې، مشوري يې سره درلودې او تر دې چي دافغانستان واکمن (نادرخان) دهند د دريو سترو عالمانو څخه چي يو هم پکي علامه اقبال و، دافغانستان دليدلو غوښتنه وکړه او له هغوى سره يې په ښوونيز نصاب او بيلا – بيلو سياسي موضوعاتو کي مشورې وکړې. همدا شان هغه مهال په اسلامي نړۍ او اسيايي هيوادونو کي دافغانستان مقام او موقف، هم داقبال سترګي افغانستان ته اړولې وي.دې ټولو لاملونو اقبال اړ کړى و، چي ووايي:
آسيا پيکر آب وګل است
ملت افغان در آن پيکر دل است
از فساد او فساد است اسيا
در کشاد او کشاد آسيا
اقبال چي کله دالماني شاعر ګويته دشعر په خلاف د پيام مشرق قصيده وليکله نو دا هغه زمانه وه چي په نژدې کلونو کي يې امان الله خان له انګريزانو خپلواکي اخيسته وه. د امان الله خان دې کار په هندي مسلمانانو کي هم جذبه پارولې او دوېښتيا تحريکونه په پورته کيدلو وو، دامان الله خان له ميړاني او استعمار ضد هڅو څخه اقبال هم ډېر اغېزمن شو نو ځکه يې دا قصيده هغه ته ددې بيتونو ترڅنګ ډالۍ کړه:
اى امير کامګار اى شهريار
نوجوان ومثل پيران پخته کار
چشم تو از پردګيها محرم است
دل ميان سينه ات جام جم است
عزم تو پاينده چون کسهار تو
عزمتو اسان کند دشوار تو
همت تو چون خيال من بلند
ملت صد پاره را شيرازه بند
هديه از شاهنشهان داري بسي
لعل وياقوت ګران دارى بسي
اى امير بن امير بن امير
هديه اى از بينوائي هم پذير
اقبال لاهوري په ١٩٣٢ ز کال، دنادرخان پاچا له لوري افغانستان ته وبلل شو. هلته يې دافغانستان له مهمو ځايونو څخه ليدني وکړې، کابل، غزني او کندهار کي وګرځېد. دسلطان محمود غزنوي، حکيم سنائي، احمدشاه بابا په قبرونو او خرقي شريفه کي يې قصيدې وويلې، هغه قصيدې دمسافر نومي شعري ټولګه کي چاپ شوې او چي کله نادرخان پاچا ووژل شو، هغه ته يې يو شعر وليک.
په افغانستان کي دګرځېدا په مهال ورته دافغانانو ددومره ښو ځانګړنو باوجود ناکامي علت معلوم شو، دى وايي: ((افغانان دې ته اړتيا لري چي يو څوک يې له قبيلويت څخه خلاص کړي او ملي وحدت ته يې راوبولي)).
وړاندي مو ياده کړه چي افغانانو ته داقبال دعقيدت په لاملونو کي يو هم په افغانستان کي دهغه بېلګه ايز شخصيتونه و، په دې شخصيتونو کي يو مولانا جلال الدين بلخي دى چي ابوالحسن على ندوي يې داقبال دشخصيت جوړوني په لاملونو کي يو مهم لامل ګڼي. علامه اقبال هم په خپلو شعرونو کي له پيل څخه تر پايه داخبره وار- وار تکراروي او وايي:
پير رومي مرشد روشن ضمير
کاروان عشق ومستي را امير
منزلش برتر زماه و آفتاب
خيمه را از کهکشان سازد طناب
از نى آن نى نواز پاکزاد
باز شوري در نهاد من فتاد
دوهم افغان شخصيت چي علامه اقبال ورڅخه په فکري لحاظ اغېزمن و، سيدجمال الدين افغاني دى. دى دسيد په اړه وايي: ((اوسنۍ زمانه کي چي زما په نظر څوک د مجدد کيدلو حق لري، هغه سيد جمال الدين افغاني دمسلمانانو دويښتابه بنسټګر دى)).
داقبال مينه له افغانستان سره، افغانانو هم درک کړې وه، دده په ژوند او وروسته يې دده قدر کړى، په اړه يې ليکني کړې او بچيانو ته د ورپېژندلو لپاره يې دافغانستان په ښوونيز نصاب کي ځاى ورکړى دى. هغه افغانان چې دعلامه اقبال په اړه يې ليکني کړې دي، په دې توګه يادولاى شو: سرورګويا، على احمد درانى، محمدسکندرخان، عبدالله بختانى، عبدالحق بيتاب، محمدابراهيم خليل، دستګيرخان مهمند، خليل الله خليلي، عبدالهادي داوي، عبدالحى حبيبي، قيام الدين خادم، سيدقاسم رشتيا، غلام جيلاني اعظمي، ګل پاچا الفت، عبدالروف رفيقي، عبدالباقي هيله من غزنوي، ډاکټر مطيع الله امانزى او …
له دې پرته په افغانستان کي څو ځلي دعلامه اقبال دژوند او فکر په تړاو، غونډي جوړي شوې دي چي وروستۍ لويه غونډه په ١٣٨٩ هـ کال داطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په کابل کي جوړه شوه.
سرچينې:
١- داقبال لاهوري کليات (اسرار خودي، رموز بيخودي، زبورعجم، ګلشن راز جديد، بندګي نامه، پيام مشرق، جاويدنامه، پس چه بايد کرد اقوام شرق، مسافر او ارمغان حجاز شعري ټولګي)، انتشارات پيمان، دريم چاپ ١٣٨٧ل.
٢- دعلامه اقبال ادبي شهکارونه، ابوالحسن على ندوي، ژباړن: عبدالحکيم امل، ميوند خپرندويه ټولنه، ١٣٩٠هـ ل.
٣- اقبال در آيينۀ عرفان، عبدالباقي هيله من غزنوي، بنګاه انتشارات اميري، ١٣٨٧هـ ل.
٤- علامه اقبال ژوند او افکار، ډاکټر مطيع الله امانزى، eslahonline.net
٥- وہکامجواقبالادھورےچھوڑگئے،ڈاکٹرجاویداقبال، urduweb.org/mehfil
٦- علامه اقبال لاهوری عارف، متصوف و فیلسوف شرق، afghanmaug.net
٧- علامه اقبال فرزندګرامى شرق، امتياز.
٨- اى جوانان عجم! جان من وجان شما، شهرام ابهري، tebyan.net
٩- اقبال لاهوري، fa.wikifedia.org
10- اسلامي وحدت دعلامه اقبال له نظره، Pashto.irib.ir
I enjoyed reading the writing very much, understanding the meaning of Holy Quran for non Arabs Muslims is very essential, Holy Quran is translated to almost every language of the world.