نړۍ

امریکايي استخبارات د سنا د غړو کمپيوټرونه پلټي

نن ټکی آسیا: یوه امریکایي سناتور د امریکا د استخباراتو پر مرکزي ادارې تور لګولی، چې د سنا د یو شمېر هغو غړیو د کمپیوټرونو پلټي چې هغوی د سي- ای- اې د یوه تحقیق په څیړنه لګیا دي.

ډایان فینسټاین چې د سنا د استخباراتو د کمیټې مشر دی. پرون د سې شنبې په ورځ يې سنا ته وویل، د سي- ای- اې له دې اقدامه دا په ډاګه کېږي، چې ګوندي دا اداره غواړي د کانګرس غړي وګواښي او د سې-ای-اې په چارو کې يې له کار لرلو را وګرځوي.
د امریکايي سناتور ډایان فینسټاین د څرګندونو په ځواب کې د سي- ای- اې مشر جان برینان وویل چې؛ د دوی ادارې د کانګرس د غړیو کمپیوټرونه نه دي لیدلي او دا تورونه له حقیقته لرې دي. موږ هېڅکله داسې او دا کار زموږ په کاري ساحه کې نه راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x