ټولنیزه برخه

له دالایي لاما څخه د ژوند لس درسونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل    

زموږ په ژوند کې تل داسې کسان شتون لري، چې د خپلو تجربو په مرسته، د غوره ژوند کولو له پاره موږ ته درسونه را کوي . له پیغمبرانو څخه نیولې تر لیکوالانو، مورخینو، پوه او مثبت فکر لرونکو انسانانو او حتا والدینو پورې، کله وخت ماشوم په یوې جملې سره موږ ته ستر درس را کوي . باید  ټولو خبرو ته هر کلی ووایو او د خپل ژوند د پرمختګ په لاره کې استثنا ونه منو او د لویانو خبرو ته په غوږ نیولو سره، د خپل ژوند لاره هواره کړو.

۱ ـــ زموږ د ژوند موخه خوشاله اوسېدل دي.

۲ ـــ خوشالي د یو څه چمتو کول نه، بلکې خپله پخپله او ستاسو له کړنو څخه را منځته کېږي.

۳ ـــ تر کومه ځایه چې کولای شئ، نو مهربان واوسئ؛ دا کار تل شونی دی.

۴ ـــ نېکمرغي زموږ له کړنو څخه سر چینه اخلي، نه د پیسو د ورکړې له لارې.

۵ ـــ تر ټولو غوره آرامتیا خوب دی.

۶ ـــ مینه او محبت له اړتیاوو څخه دي، نه د سینګار له توکو څخه . له دې وو څخه پرته به انسانیت خوندي پاتې نه شي.

۷ ـــ د زغم د تمرین له پاره ستاسو غوره ښوونکی، یو دښمن دی.

۸ ـــ کله چې د مننې تمرین ترسره کوئ، نو هلته د نورو له پاره د درنښت یو حس هم شتون لري.

۹ ـــ کله چې جهل او ناپوهي زموږ ښوونکی او لارښود دی، نو د رښتینې سولې له پاره امکان شتون نه لري.

۱۰ ـــ د نورو د نېکمرغۍ له پاره، یو مهربان ذهن او یوه اندېښنه، په حقیقت کې د خوښۍ او خوشالۍ سرچینه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x