اقتصاد

د موخې مدیر څوک دی؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل  

د موخې مدیریت څه ته وایي او څه ګټې لري او دا چې انسان په ذاتي توګه موخه غوښتونکی دی او ډېری انسانان په خپل ژوند کې موخې لري، حتا که چېرې هغو ته د یوې موخې په سترګه ونه ګورو، په دې مقاله کې هوډ لرو، په دې باندې رڼا واچوو، چې د موخې مدیر څوک دی.

د موخې مدیر

د موخې له مدیر څخه زموږ منظور هغه څوک دی، چې یوه یا څو موخې لري، د هغې له پاره پروګرامونه طرحه کوي او خپلو پروګرامونو ته د عمل جامه ور اغوندي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي. د موخې مدیر کولای شي، حتا یو زده کوونکی واوسي، چې موخه یې درس لوستل دي؛ د خپل درس له پاره پروګرام جوړوي او وروسته هڅه کوي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي.

یو کار خونه لرونکی تصمیم نیسي، چې یو نوی محصول تولید کړي او هغه د موخې په توګه په پام کې نیسي، پروګرام طرحه کوي او وروسته هڅه کوي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي، هم د موخې یو مدیر دی.

حتا د کور یوه مېرمن، چې نوی یې واده کړی دی او غواړي، خپل د پخلي مهارت پیاوړی او ښه کړي یا حتا شونې ده، لنډ مهالې موخه ولري، یانې غواړي یوه مېلمستیا جوړه کړي او د خپل خاوند کورنۍ، ماښامنۍ ته را وبلي، هغه هم د موخې یوه مدیره ده.

دوه کسان تصمیم نیسي، چې له یو بل سره واده وکړي، موخه یې په بشپړه توګه څرګنده او روښانه ده، پلان جوړوي، د بېلګې په توګه د واده له پاره یوه ورځ ټاکي او وروسته هڅې کوي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي، هغوی د موخې مدیران دي.

د موخې مدیر کولای شي، چې هر څوک واوسي، کوچنی، ستر، زوړ، ځوان، ښځینه یا نارینه، خو مهمه داده، چې موخه ولري او د خپلې موخې له پاره پروګرام جوړ کړي او هڅه وکړي، چې خپلې موخې ته ورسېږي.

د پروګرام او موخې لرل په دې مانا نه ده، چې هرو مرو باید خپلې موخې ولیکئ او څوک چې خپله موخه ونه لیکي، موخه نه لري او نه شي کولای، چې خپلې موخې ته ورسېږي. د موخې لیکل یوه مدیریتي وسیله ده او که چېرې کوم څوک دا کار وکړي، نو په ډېرې آسانۍ کولای شي، خپله موخه مدیریت کړي.

یوه مېرمن ښایي لنډ مهالې موخه وټاکي، د بېلګې په توګه د یوې مېلمستیا جوړول، په دې حالت کې له پیله تر پایله ټول پړاوونه په خپل ذهن کې ویني، دا چې څه پاخه کړي، څه واغوندي. څو کسان را وبلي او ټول هغه کارونه، چې د دې سبب ګرځي، چې دا مېلمستیا جوړه شي، په خپل ذهن کې یې ترسره کوي او ډېرې بریالۍ کړنې هم ترسره کوي، خو ښایي ځینې موخې پېچلې وي، په داسې حالاتو کې، که چېرې خپلې موخې د کاغذ پرمخ  ولیکو، نو کولای شو، چې ښه او غوره تصمیمونه ونیسو، نو غوره ده، د دې له پاره، چې خپلو موخو ته د رسېدو چانس لا پسې زیات کړو، نو د یوه مدیر په څېر باید خپلې موخې د کاغذ پرمخ ولیکو، ترڅو وکولای شو، چې غوره تصمیمونه ونیسو.

د موخې مدیریت یو مهارت دی

د موخې ټاکنه، د پروګرامونو طرحه او خپلې موخې ته د رسېدو له پاره هڅه، چې په ټوله کې ورته د موخې مدیریت وایو، یو مهارت دی، که هر څومره په دې مهارت کې پیاوړي واوسو، نو په ډاډه سره ویلی شم، چې خپلو موخو ته به ډېر ژر ورسېږو.

هر مهارت وړاندې تر دې، چې په یوه مهارت بدل شي، ښایي په پیل کې بدې پایلې ولري، ناسم ترسره شي، نا هیلی کوونکی واوسي، خو که چېرې موږ خپلو هڅو ته دوام ورکړو، نو لږ تر لږه کولای شو، چې له دې برخې څخه تېر شو او اړین مهارت تر لاسه کړو.

کله چې بایسکل مو زده کاوه، څو ځله په ځمکه نه یاستئ را غورځېدلي؟ آیا پرمختګ مو ناهیلی کوونکی نه و؟

د موټر چلوونې د زده کړې له پاره مو څومره وخت تېر کړی دی؟

څو ناسمې کړنې مو لرلې؟

د لامبو او نورو مواردو له پاره څنګه؟

خو اوس څنګه؟ ټول هغه په یوه مهارت بدل شوي او حتا د ترسره کولو له پاره یې فکر هم نه کوو، د موخې مدیریت هم یو مهارت دی، باید دومره یې ترسره کړو، چې تېروتنې وکړو او خپلې تېروتنې سمې کړو، تجربه تر لاسه کړو، ترڅو په پای کې هغه د خپل ژوند په یوه مهم مهارت بدل کړو. د موخې یو مدیر هېڅکله نه ناهیلی کېږي، حتا که چېرې ناهیلی هم شي، ډېر ژر خپل ځان کنټرولوي او په ډېرې انګېزې سره خپله موخه له سره بیا تعقیبوي.

د موخې د مدیریت پیل

ډېری انسانان غوښتنې لري او زړه یې غواړي، ډېرو موخو ته ورسېږي، د خپل ژوند کیفیت لوړ کړي، ډېرې پیسې تر لاسه کړي، غوره ټولنیز مقام ولري، ډېر خوندونه تجربه کړي، بریالی ژوند ولري، حتا مشهور واوسي. دې موخو ته د رسېدو له پاره، اړینه ده، چې د نورو مهارتونو په پرتله، په یوه غوره مهارت باندې واک تر لاسه کړي او هغه مهارت د موخې مدیریت دی.

تاسو هم کولای شئ، چې همدا اوس تصمیم ونیسئ، په خپل ځان کې دا مهارت وروزئ او د موخې په یوه مدیر باندې بدل شئ، د دې کار له پاره اړینه ده، چې یوه موخه وټاکئ، پروګرام طرحه کړئ او هغې ته د رسېدو له پاره هڅې وکړئ.

په پیل کې ښایي هڅې مو کومه پایله ونه لري او خپلو موخو ته په بشپړه توګه ونه رسېږئ، حتا لږ ناهیلی کوونکې واوسي، خو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې د موخې مدیریت یو مهارت دی او هر څومره یې چې ډېر ترسره کړئ، نو په هماغه اندازه به مو د واک کچه ډېره شي او هر ځل به ښه لا پسې ښه شئ.

له کوچنیو موخو څخه یې پیل کړئ، همدا نن یوه لنډ مهالې موخه حتا د څو ساعتونو په برید کې وټاکئ او مدیریت کول یې پیل کړئ، په ډاډه سره ویلی شم، که چېرې دوام ورکړئ، نو یوه ورځ به سترو موخو ته ورسېږئ، هغه موخې، چې حتا ډېری یې د تصور کولو جرئت هم ونه لري.

ستاسو لومړنی تصمیم باید دا وي:

تصمیم ونیسئ، چې د موخې یو مدیر واوسئ.          

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x