نظــر

د پلورل شویو رسنیو مثال د اغزیو په څېر وي

صفي الله “رائد”

د ډېری پلورل شویو رسنیو په مېنځ کې یوه یا دوه رسنۍ ،راپورته کېدل داسې برېښي، لکه د ډېرو اغزیو په مینځ کې چې یوڅو ښایسته ګــلان راوغوټېږي.

هو! په رېښتیا چې د پلورل شویو رسنیو مثال د اغزیو په څېر وي؛ ځکه د دوی د لیکوالانو او خبریالانو ذهنونه پلورل شوي، دقلم نوکې یې د بل په واک کې، تل داسلامیت، افغانیت او ملي ګټو په خلاف څرخې.

دوی تل د ډالرو په مقابل کې داشغال او یرغلګرو په ګټه لیکنې او مقالې ليکي. همدا بیا دوی دخپل ژوند لپاره ستر مقابله بولي، او پرې ویاړي.

پلورل شوې رسنۍ تل کوښښ کوي، چې د یرغل لپاره دخلکو ذهنیتونه جوړ کړي، او یرغل د سولې ساتنې، امنیت ساتنې، اونورو نومونو او چترونو ترعنوان لاندې ترسره کوي.

په دغه پلیت ذهن جوړونه کې ترټولو مؤثره وسیله همدغه پلورل شوې رسنۍ دي.

دا هغه رسنۍ دي چې داسلام دښمنانو له لورې تائسیس شوي او ددوی لخوا یې پوره ملاتړ کېږي؛ برنامې ورته جوړوي، مشاورین ورته استخداموي.

دارسنۍ دنده لري چې له یرغل او یرغلګرو سره دخلکو حساسیت له مېنځه یوسي، او د اشغال مزید اوږدېدو لپاره زمینه برابره کړي، ملت نا امیده کړي،او د یرغلګرو په نه شتون کې روښــــانه راتلونکې ددوی ترنظر توره شپه ښـــکاره کړي.

دوی تل د اسلامي شعائرو سپکاوی ته کار ویلی، دوی په سیمه کې تل د قلم په ژبه نفاق اوحشت شیندلی او همدایې د ژوند لویه برخه ګرځېدلې.

هو! زمونږ په هېواد کې یو څـــو په شمار رسنۍ دي، چې تل غواړي خپل رسالت په سمه توګه سرته ورسوي. چې ښه بېلګه یې نړیوالې، وتلې رسنۍ (کابــــل ټــکی کـــام، نن ټکی اسیا، عزم او محصلین )دي.

یادې ادارې تل دافغانستان خلکو ته په یوه سترګه ګوري، او ملي هویت ته یې درناوی لري، د ادارې کارکونکې یې تل په اخلاقي معیارونو باندې برابر راپورونه او مقالې خپروي. په ټوله کې د دغو ادارو لویه موخه داده، چې اسلامي ټولنه راوېښه کړي، او دولس یوه رېښتونې هنداره ووسي او بس.

په اخر کې د دغو برحقو ادارو ټولو کارکونکو ته لاس لپه کوم، او داسلامیت، افغانیت او دآزادۍ په لټه او خدمت کې ورته له الله تعلی څخه د مزید خدمت توفیق غواړم.

سرلوړي دې وي د حق دلارې داعیان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x