fbpx

د رياض الصالحين د مؤلف ژوند ته لنډه کتنه

ژباړه او راټولونه: عزت الله کوټوال

نوم يئ يحی، کنيت يئ أبو زکریا، لقب يئ محی الدین او دنسب سلسله ېئ پدې ډول ده: یحی بن شرف بن حسن بن حسين بن جمعه بن حزام بن حرلی الحورانی الشامی.

چې علماو په محیی الدين، ابو زكريا، شيخ الشافعیه، قطب الاولياء، شيخ الاسلام والمسلمين، عمدة فقهاء والمُحدّثين، وصفوة الاولياء والصالحين باندې نومولی.

پیدايښت:

نوموړی د محرم الحرام د میاشت ۶۳۱هـ سنه کې د حوران په نواة ښار کې پیداشوی ، چې له همدې امله ورته نووی ویل کيږي.

تعلیم او تربیه:

لومړنۍ ذده کړي ئې په خپل کلي کې وکړي او چې د قرآن عظیم الشان حفظ او څو ابتدايې کتابونه ئې وويل نو په ۶۴۹هـ کې په ۱۹کلنۍ کې دخپل والدماجد سره د دمشق رواحة مدرسي ته راغلي او دلته ېئ دسترو سترو علماو څخه علم دین حاصل او د کمال درجې ته ورسيد.

نوموړی ګڼ شمير استادان لري چې مشهور دادې:

د علم فقهې استادان يې:

کمال الدین اسحاق مغربی، عبدالرحمن بن نوح او نور.

اصول فقه ېئ د علامه قاضی نفیسی صاحب رحمه الله څخه حاصل کړه او علم نحوه ېئ دشیخ احمدمصری او ابن مالک رحمه الله څخه حاصل کړه.

او په علم حديث کې ېئ د شیخ رضی الدین،زین الدین بن عبدالدایم،عمادالدین عبدالکریم حرستانی،عبدالعزیز انصاری او نورو څخه ېئ صحاح السته او د احادیثو نور کتابونه وویل.

له دې څخه وروسته دعلامه نووی څخه یو ستر متبحر او وسیع النظر عالم جوړ شو.

چې په مختلفو مدارسو کې داستادۍ منسب سمبال کړ ، د تصنیف او تالیف ډير نهايت اهم کارونه ېئ سرته ورسول چې په هغې کې د صحیح مسلم شرح ، تهذہب الاسماء و اللغات ، کتاب الاذکار او ریاض الصالحین شامل دي او دومره اوچت او ستر کتابونه ېئ وليکل چې په زرګونو نه بلکې په لکونو خلک ترې فيضياب شو.

علامه عبدالحی لکنوی رحمه الله لیکلي چې”ورع فی العلوم وصار محققا فی فنونه مدققا فی عمله حافظا للحدیث عارفابانواعه” . ژباړه: په علومو کې د ډيرو زیاتو حصوصیاتو څښتن ،په فنونو کې محقق،په کمال کې دقیق،حافظ الحديث او داحادیثو له انواعو څخه باخبر ؤ.

ستر محدث علامه شمس الدین الذهبی الشافعی رحمه الله د نوموړي دژوند په هکله وائې:

” لازم الاشتغال والتصنیف ونشرالعلم والعبادة والاوراد والصیام والذکر والصبرعلی العیش الخشن فی المأکل والملبس ملازمة کلیة لامزیدعليها،ملبسة ثوب خام وعمامة شيخانية صغيره”

ژباړه: نوموړی په تالیف او تصنیف،درس او تدریس،دعلم په نشر او اشاعت،عبادت،وظایف او دالله جل جلاله په ياد کې مشغول ؤ.او په ډيرکم خوراک اولباس ېئ اکتفا کوله دهغه لباس عادي وو او وړه پټکۍ به ئې په سر کوله” .
(تذکرة الحفاظ صفحه۱۴۷)

همدارنګه علامه نووی رحمه الله واده هم نه ؤ کړی، او دوه ځل ورته دحج سعادت په نصيب شوی. نوموړی سریع التصانیف محدث ؤ. په عقيده کې أهل السنة اشعري او په مذهب کې دامام محمدبن ادريس الشافعی رحمه الله مقلد ؤ . او ځينو علماو دشافعي مذهب له مجتهدينو څخه ګڼلی.

علامه جلال الدين السیوطی رحمه الله ليکلي چې کله په شام کې شاه ظاهر بیبرس باچا دتاتاريانو سره دجنګ اراده وکړه نو د دښمن سره دمقابلي لپاره ئې درعيت څخه د مال جمعه کولو اراده وکړه دوخت له علماو څخه ېئ فتوه وغوښته ټولو علماو فتوه ورکړه چې باید له رعيت څخه مال راټول شي، خو علامه نووی رحمه الله ددې کار څخه انکار وکړ. باچا ترې دانکار وجه وپوښتله ، نووی رحمه الله ورته وويل:

له تاسر ډير مالونه شته سل وينځي او مريان دډيرې ګاڼي سره لري، ته اول دغه خپل دولتي مالونه مصرف کړه که پوره نه شو نو زه به بيا له رعيت څخه دمال راټول کولو فتوه ورکړم پدې کار سره باچا ډير غوصه شو او بلاخر امام نووی ېئ ددمشق څخه وشړل، علماو باچا ته ډيرسفارشونه وکړل خو امام نووی وويل ترڅو چې شاه ظاهر ژوندی وی ترهغې به زه په دمشق کې قدم نږدم. له دې پيخې څخه يو مياشت وروسته امام نووی وفات شو.

امام نووی رحمه الله ګڼ تصانیف لري چې مشهور ېئ دادي:

منهاج الطالبين

الدقائق –

تصحيح التنبيه –

المنهاج فی شرح صحيح مسلم -۵ جلده

التقريب والتيسير فی مصطلح الحديث،

حلية الأبرار

خلاصة الأحكام من مهمات السنن وقواعد الإسلام –

بستان العارفين –

الإيضاح ۔مناسك حج،

روضة الطالبين –

التبيان في آداب حملة القرآن –

المقاصد –

رسالة في التوحيد،

مختصر طبقات الشافعية لابن الصلاح –

مناقب الشافعيّ –

المنثورات – فقه، وهو كتاب فتاويه،

مختصر التبيان –

مواعظ، والأصل له،

منار الهدى –

في الوقف والابتداء، تجويد،

الإشارات إلى بيان أسماء المبهمات –

الأربعون حديثا النووية –

المنهاج السوي ”

النهاية في اختصار الغاية –

أغاليط على الوسيط ”

الفتوحات الوهبية

شرح صحیح مسلم

تهذیب الاسماء واللغات

کتاب الاذکار –

په فقه کې يو پوره موسوعه (دائرۃ المعارف) دالمھذب شرحه المجموع۔

شرح اربعین نووی-

او رياض الصالحين من كلام سيد المرسلين:

ریاض الصالحين يو له مشهورو او مقبولو کتابونو څخه دي چې هيڅ مسلمان نر او ښځه ترې بې نیازه کيدلی نه شي. پدې کتاب کې ۳۷۲ ابواب او ۱۸۹۶ احادیث راجمعه شوي ، پدې کې اکثر احاديث دقرآن عظيم الشان تشريح کوي، دايو معتبر کتاب دي او حديثونه ېئ هم ډيرجامع دي.

د باب شروع په څو آیاتونو سره کوي ، او ورپسې احادیث مرتب کوي. امام نووی رحمه الله داخلاص له برکته دنړۍ په هر ځای کې هغه که مدرسه او مسجد دي او که ددعوت ځايونه دي هلته رياض الصالحين مو جود دي. له کاناډا نه تر استراليا او داسلامي نړۍ له ختيځ څخه تر لويديځ او لو جنوبه تر شماله په علمي درس ګاهونو او حلقو کې ليدل کيږي.او په ګڼو ژبو ترجمه شوي او ډيرو سترو علماو ېئ کره شرحي ليکلي دي.

وفات:

کله چې نوموړی له دمشق څخه بيت المقدس زيارت لپاره لاړ او بيا له هغه ځایه د خپل والدماجد د زيارت لپاره خپل پلرني ټاټوبې نواة ته راغی نو دلته مريض شو او له همدې ناروغۍ نه ېئ په(۲۴/رجب المرجب/۶۷۶هــ ) د۴۵کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګي پټي کړي.

انالله وانااليه راجعون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د