
په کندهار کې د ملي امنیت پر ودانۍ ډله یېز برید لا هم روان دی
نن ټکی آسیا: له کندهار ولایت څخه ترلاسه شوي خبر کاږي، چې د کندهار ښار د شهیدانو چوک سره نږدې د خاد په کوڅه کې د ملي امنیت د تحقیق څانګې پر ودانۍ برید تر اوسه پورې ادامه لري او برید کوونکي لا هم مقاومت کوي.
د کندهار امنیتي چارواکو برید تایید کړی او زیاتوي چې پولیس اوس هم له برید کوونکو سره په جګړه بوخت دي.
ویل کېږي، چې برید د درو تنو وسلوالو له خوا ، چې ګومان کېږي طالبان به وي ، پر لس بجې پیل شوی او په سېمه کې اوس هم د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
عیني شاهدان وايي، چې برید کوونکو په زرنج رکشه کې راغلي او لومړی يې د ودانۍ ساتونکي ویشتلي او بیا د هغو په پوسته کې ځای پر ځای شوي او د برید ځای ته د امنیتي ځواکونو د تګ مخه یې نیولې ده.
د وروستیو جزییاتو لپاره له نن ټکي آسیا سره اوسئ.