شعـــــرونه

غزل/ محمد نعيم افغان زوی

محمد نعيم افغان زوی

څراغ به راته بل و زه او یار و په خېمه کې
تر نیمو نیمو شپو به مو بانډار و په خېمه کې

تل د میني سلسله مو پر مخ وړه خوږه خوږه
له کاره خوږې میني ته اوزګار و په خېمه کې

کړۍ ورځ به روژه وم خو ماښام به تلم خېمې ته
ماښام به مې د یار په دید افطار و په خېمه کې

په ګډه به مو لمونځ و او په ګډه مو خلوت و
نفلونه مو کول هم مو اذکار و په خېمه کې

خوږه مینه مو حد ته رسولې وه پخه وه
د میني پسرلی و او بهار و په خېمه کې

د هجر خزان راغی د فراق سېلۍ شوه ګډه
خوږ یار یې بېلوۍ د بېلتون وار و په خېمه کې

خېمه د میني ړنګه شوه چې مراندې یې راپرې شوې
ټول ونړېدی د میني ښار و په خېمه کې

داستان د خوږې میني په خېمه کې خښوم نن
نور نشته افغانزویه چې کوم کار و په خېمه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x