fbpx

د پاکستان په کراچي ښار کې افغان محصلینو لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۶): د پاکستان په کراچي ښار کې د یوه پوهنتون افغان محصلینو وروسته تر هغه په لاریون لاس پوري کړ کله چې نورې ټولې لارې باندي وتړل شوې او هیڅ چا یې د مرستې لپاره ګامونه اوچت نه کړل.

د بقايي طبي پوهنتون ۱۵۰ شاوخوا افغان محصلین شکایت لري چې د پوهنتون د ادارې له خوا ددوی نومونه په (PMDC) کې نه ثبتیږي چې له امله یې دوی ته خپل د درسونو ادامه سخته شوې ده.

پي ایم ډي سي یا (Pakistan medical& dental council) د پاکستان هغه اداره ده چیري چې د طبي زده کړو محصلین ثبتیږي، د افغان محصلینو په وینا که چیري دوی په دغه اداره کې ثبت نه شي نو اسناد یې بې اعتباره کیږي او د تیرو کلونو زده کړي او خوارۍ يې په اوبو لاهو کیږي.

د تیرې اونۍ راهیسي د بقايي پوهنتون محصلینو ټولنې نن ټکی اسیا ته اعلامیې رالیږلې او خبر یې ورکوی چې دوی له بلې هرې لاري مایوسه شوي دي، اوس مجبوره دي چې په لاریون او مدني فعالیتونو لاس پوري کړي، او ګواښ يې کړی وو چې که ددوی ستونزه حل نه شي، دوی به خپل دغه فعالیتونو ته ادامه ورکړي او لا به یې په سي پراخ کړي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې په دې اړه نن ټکی اسیا ته رسیدلې، افغان محصلینو ویلي چې دوی په اسلام اباد کې افغان سفارت، په کراچي کې د افغانستان کونسلګري او همداسي د پوهنتون ادارې سره خپلې ستونزې په ځلونو مطرح کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده خو تر اوسه پوري یې خپل قانوني حق نه دی تر لاسه کړی.

تېره ورځ جمعه د پوهنتون محصلینو په پوهنتون کې د ډاکټرانو جامې په تن کړي وي او له ځانه سره یې یو لړ شعارونه لیږدول چې پر ځینو یې لیکل شوي وه: زمونږ راتلونکی مه را خرابوی، مونږ په (PMDC) کې ثبت کړئ. مونږ خپل قانوني حق غواړو، د نوم ثبتول زمونږ خپل حق دي.. مونږ ته دي حق راکړل شي.

باید وویل شي چې افغان محصلین د کراچي په بقايي پوهنتون کې د پاکستان د لومړي وزیر د سکالرشپ پر اساس داخل شوي دي.

محصلین وايي چې دغه ستونزه یې د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر او همداسي د لوړو زده کړو د وزارت سره شریکه کړې ده، خو تر اوسه پوري یوه هم دوی ته مثبت او یا منفي جواب نه دی ویلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د